ډھاکه 23 اګست (اے پي پي) نائب وزيرِ اعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په دوه ورځنۍ سرکاري دوره بنګله دېش ته رسيدلې۔د ډھاکه په حضرت شاه جلال هوائي ميدان د بنګله دېش خارجه سيکرټري ايمبسيډر اسد عالم سيام ، بنګله دېش كښې د پاکستان هائي کمشنر عمران حيدر ، پاکستان كښې د بنګله دېش هائي کمشنر محمد اقبال خان او نورو اعليٰ چارواكو د نائب وزيرِاعظم هركلے …
نائب وزير اعظم محمد اسحاق ډار په دوه ورځنۍ سرکاري دوره بنګله دېش ته ورسيد
ډھاکه 23 اګست (اے پي پي) نائب وزيرِ اعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په دوه ورځنۍ سرکاري دوره بنګله دېش ته رسيدلې۔د ډھاکه په حضرت شاه جلال هوائي ميدان د بنګله دېش خارجه سيکرټري ايمبسيډر اسد عالم سيام ، بنګله دېش كښې د پاکستان هائي کمشنر عمران حيدر ، پاکستان كښې د بنګله دېش هائي کمشنر محمد اقبال خان او نورو اعليٰ چارواكو د نائب وزيرِاعظم هركلے وكړو۔ د پاکستان هائي کمېشن افسران هم په دې موقع موجود وو۔دا دوره د بنګله دېش حکومت په خاص بلنه كيږي۔ نائب وزيراعظم به په ډھاکه كښې د بنګله دېش لارښودو سره ملاقاتونه كوي۔ نائب وزيراعظم به د بنګله دېش حکومت چيف ايډوائزر پروفيسر محمد يونس، خارجه صلاحكار محمد توحيد حسين او نورو چارواكو سره مهم ملاقاتونه كوي چې پكښې به په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايزو او نړيوالو چارو بحث كولې شي۔د دورے په مهال به د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرسته زياتولو لپاره د مفاهم په ګڼو يادداښتونو لاس ليك هم كولې شي۔












