پينډۍ 23 اګست (اے پي پي) سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري)، هلال جرات د تربت بلوچستان دوره وكړھ۔د دې دورے مقصد د امنيت موجوده صورتحال، پرمختيائي اقداماتو جاج اخستل او د بلوچستان استحكام او سوكالۍ لپاره پوځي او سول ادارو ترمينځه همغږۍ ته وده وركول ؤ۔د آئي اېس پي آر د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې پرېس ريليز له مخې په دې موقع د …
فيلډ مارشل سيد عاصم منير د تربت بلوچستان دوره
پينډۍ 23 اګست (اے پي پي) سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري)، هلال جرات د تربت بلوچستان دوره وكړھ۔د دې دورے مقصد د امنيت موجوده صورتحال، پرمختيائي اقداماتو جاج اخستل او د بلوچستان استحكام او سوكالۍ لپاره پوځي او سول ادارو ترمينځه همغږۍ ته وده وركول ؤ۔د آئي اېس پي آر د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې پرېس ريليز له مخې په دې موقع د بلوچستان وزيراعليٰ او د بلوچستان چيف سيكرټري پشمول نور چارواكي هم موجود وو۔سرلښكر ته د امنيت په صورتحال كوټلې بريفنګ وركېر شو چې پكښې د خطرے تناظر او فتنه الهندستان په ضد كامياب عمليات،روان پرمختيائي منصوبو او سوئيلي بلوچستان كښې سماجي او اقتصادي حالات ښه كولو هڅې شاملي دي۔ده د بلوچستان وزيراعليٰ او سول انتظاميې نمائندګانو سره په خپلو خبرو كښې د ګډ ګورننس، انفراسټركچر پرمختګ او اولسي پرمختګ په اهميت رڼا واچوله۔ده د بلوچستان اولس ته پېښو چيلنجونو مخنيوي لپاره د شريكو سول ملټري هڅو په اهميت زور راوړو او د سوئيلي بلوچستان سماجي او اقتصادي پرمختګ ښه كولو له ئې د ټولو اقداماتو لپاره د غير متزلزل حمايت پخلے وكړو۔فيلډ مارشل سيد عاصم منير د امن، خوشحالۍ او پرمختګ لپاره د بلوچستان اولس سره د پاك پوځ د عزم پخلے وكړو۔سرلښكر د پوځ سره سره د هغوي لوړي حوصلے، آپريشنل تياري او قومي خپلواكۍ تحفظ له غير متزلزل عزم وستائلو۔ده په سختو حالاتو كښې په سيمه كښې امن و استحكام باوري كولو كښې د هغوي كردار وستائلو۔دې څخه وړاندې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په راتګ د بلوچستان كور كمانډر د هغه هركلے وكړو۔












