اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د آئين د آرټيکل 160 له مخې د 11م قامي مالياتي کميشن جوړولو اعلاميه جاري كړې ده ۔ د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد پخپل اېكس پوسټ كښې ووئيل صدر مملکت آصف علي زرداري د آئين آرټيکل 160 له مخې د 11م قامي مالياتي کميشن جوړولو اعلاميه جاري كړې٬ ده خپل پوسټ سره اعلاميه هم اپ لوډ كړې …
صدرمملکت آصف علي زرداري د 11م قامي مالياتي کميشن جوړولو اعلاميه جاري كړه
اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د آئين د آرټيکل 160 له مخې د 11م قامي مالياتي کميشن جوړولو اعلاميه جاري كړې ده ۔ د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد پخپل اېكس پوسټ كښې ووئيل صدر مملکت آصف علي زرداري د آئين آرټيکل 160 له مخې د 11م قامي مالياتي کميشن جوړولو اعلاميه جاري كړې٬ ده خپل پوسټ سره اعلاميه هم اپ لوډ كړې ده٬ د خزانې وزير به د كمېشن مشري كوي٬ په کميشن كښې به د خزانې صوبائي وزيران او نومولي پوهان شامل وي٬ کميشن به د محصولات او ګرانټس وېش، د پورونو اغستو اختيارات او په قامي منصوبو كښې د خرڅونو د حصه دارۍ په حواله سفارشات مرتب كوي۔ وفاقي وزير سنيټېر اورنګزېب به د اېن اېف سي اېوارډ چېئرمېن وي٬ د پنجاب٬ د خېبر پښتونخوا٬ د بلوچستان او سندھ د خزانې صوبائي وزيران به د كمېشن غړي وي۔ د اعلاميه له مخئ د آئين دفعه 160 شق (2) له مخې صدر پاکستان ته سفارشات وړاندې كولو لپاره د يوولسم اېن اېف سي اېوارډ شرائط هم جاري كړې شوي چې پكښې د آئين دفعه 160 په شق (3) كښې بيان كړے شوي د وفاق او صوبو ترمېنځه د ټېكسونو د خالص امدن وېش٬ د وفاقي حكومت لخوا صوبائي حکومتونو ته د ګرانټس ان ايډ وركولو طريقه كار، وفاقي او صوبائي حکومتونو له د پور اخستو آئيني اختيارات استعمالولو په اړه چارې ٬ ھغه معملات چې د مالي خرڅونو د تقسيم متعلق دي٬ كوم چې وفاق د صوبو په دائرہ کار كښې د راتلونكو مضامين يا چارو لپاره تر سره كړي يا كوي












