اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د چين سفير جيانګ زائيډونګ وئيلي دي د پاكستان پرمختګ لپاره زرعي څانګه ډېره د اهميت وړ ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كركيلې په څانګه كښې د 300 نورو پاكستانو زده كوونكو تربيې لپاره چين ته د لېږلو په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د حكومت د هېواد پرمختګ او سوكالۍ او د معيشت بحالۍ لپاره د هلو ځلو …
د پاكستان پرمختګ لپاره د كركېلې څانګه ډېره د اهميت وړ ده۔ د چين سفير جيانګ زائيډونګ
اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د چين سفير جيانګ زائيډونګ وئيلي دي د پاكستان پرمختګ لپاره زرعي څانګه ډېره د اهميت وړ ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كركيلې په څانګه كښې د 300 نورو پاكستانو زده كوونكو تربيې لپاره چين ته د لېږلو په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د حكومت د هېواد پرمختګ او سوكالۍ او د معيشت بحالۍ لپاره د هلو ځلو ستائنه كولو سره ده ووئيل اقتصادي اشاريې په مثبت لوري روانې دي٬ د زرمبادله پانګې د 9 اربه څخه شل اربه نه اوړېدلې دي٬ پاكستان د پرمختګ په لور د روانېدو ټول ستائنه كوي۔ ده ووئيل د ترقۍ په دې مزل كښې چين پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ ده د وريژو او غوښې پشمول د زرعي څانګې په برامدات كښې اضافه خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د هنر مند افرادي قوت سره به پاكستان پرمختګ وكړي۔ په دې موقع د چين سفير پاكستان سره د چين د شراكتدارۍ قوي كولو د عزم پخلے وكړو۔دغسې په دې موقع د چين سفير وزيراعظم ته سېلاب ځپلو لپاره چېك هم وركړو۔












