اسلام آباد 22 اګست(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د ناقص غذائيت مسئلې په موثره ډول مخ نيوي لپاره د عملي اقدامات په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي د ناقص غذائيت د چېلنجونو مخ نيوي سره پاكستان كښې صحت مند٬صلاحيت لرونكے او مسابقتي نسل رامخې ته كېدې شي۔ده دا خبره د جمعې په ورځ سکیلنګ اپ نیوټریشن سول سوسائټي الائنس(ایس یواین سی …
د ناقص غذائيت چېلنجونو په مخ نيوي پاكستان كښې صحت مند٬صلاحيت لرونكے او مسابقتي نسل رامخې ته كېدې شي۔وفاقي وزير احسن اقبال
اسلام آباد 22 اګست(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د ناقص غذائيت مسئلې په موثره ډول مخ نيوي لپاره د عملي اقدامات په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي د ناقص غذائيت د چېلنجونو مخ نيوي سره پاكستان كښې صحت مند٬صلاحيت لرونكے او مسابقتي نسل رامخې ته كېدې شي۔ده دا خبره د جمعې په ورځ سکیلنګ اپ نیوټریشن سول سوسائټي الائنس(ایس یواین سی ایس اے) كلنې غونډې ته خطاب كښې كړې۔ايس يو اين سي ايس اے د ټول هېواد 170 څخه زياتو سول سوسائټيو په تنظيمونو مشتمل اتحاد دے۔په دې موقع د شريكې اعلاميې منظوري هم وركړې شوه چې پكښې د پاكستان قامي غذائيت ايجنډا مخ په وړاندې بوتللو د عزم پخلے وشو۔په غونډه كښې سول سوسائټۍ د پاكستان حكومت او قيادت د اړان پاكستان اقدام له مخې د ناقص غذائيت خاتمې له د هڅو په تسليمولو قامي اهداف سر له د مرستې لوظ وكړو ۔پروفيسر احسن اقبال ووئيل د ناقص او كم غذائيت غذا په خاص توګه د ماشومانو په روزنه كښې كمے(سټنټنګ)يوازې د روغتيا مسئله نه بلكې دا د قامي ايمرجنسي او قامي سلامتيا معامله ده۔ده په دې خبره زور راوړولو سره ووئېل راتلونكے ددور د ذهني طاقت٬تخليقي صلاحيت او د قابليت دے۔كه چرې مونږ د كم او ناقص غذائيت چېلنجونو مقابله ونه كړو نو مونږ د پاكستان لپاره يو صحت مند٬صلاحيت لرونكے او مسابقتي نسل نه شو جورولې ت۔په دستوره كښې د ټول پاكستان 170 سول سوسائټۍ تنظيمونو نه علاوه 200 څخه زياتو د غذائيت په اړه سټيك هولډرز٬سركاري استازو٬پرمختيائي شراكتدارو او د تعليم پوهانو ګډون وكړو












