د چين لخوا په زرعي څانګه كښې د تربيي وركړه خوشبينه ده ۔ د وفاقي وزير رانا تنوير حسين 300 زده كووزنكو چين ته د لېږلو دستورې ته وينا

اسلام آباد 22 اګست(اے پی پی)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين وئېلي دي د وزيراعظم شهباز شريف وژن له مخې زرعي څانګه په جديد خطوط روانولې شي٬تربيې څخه به زرعي څانګه كښې جدت راشي٬ د چين لخوا به زرعي څانګه كښې تربيه خوشبينه ده ٬د كر كېلې څانګې پرمختګ ته خاص پام لرنه كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ زرعي څانګه كښې …

اسلام آباد 22 اګست(اے پی پی)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين وئېلي دي د وزيراعظم شهباز شريف وژن له مخې زرعي څانګه په جديد خطوط روانولې شي٬تربيې څخه به زرعي څانګه كښې جدت راشي٬ د چين لخوا به زرعي څانګه كښې تربيه خوشبينه ده ٬د كر كېلې څانګې پرمختګ ته خاص پام لرنه كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ زرعي څانګه كښې تربيې لپاره د پاكستان 300 زده كوونكو چين ته د لېږلو دستورې ته خطاب كولو په مهال كړې۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن په حقيقت بدل شوے ۔ده ووئيل د 300 زرعي ګريجويټس دوهم بيچ چين ته روانېږي ٬د وزيراعظم په اقدامات دا هر څه ممكن شول ۔ده ووئيل د وزيراعظم وژن كښې كر كېلې ته خاص پام شي او زرعي څانګه وړومبۍ پام لرنه كښې شامل ده ۔رانا تنوير حسين ووئيل وزيراعظم تل وئېلي دي چې د لنډې مودې پالېسۍ څخه زرعي څانګه ښې نتيجې وركولې شي۔ده ووئيل 6 مياشتې لږه موده كښې د كركيلې څانګه د نتيجو وركولو جوګه ده۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم محمد شهبابز شريف د چين دورې په موقع د 1000 زرعي ګريجويټس چين ته تربيې لپاره لاره هواره كړې ۔ده ووئيل زمونږ زده كوونكې په چين كښې تربيه ترلاسه كولو سره خپل علم او تحقيق كښې اضافه كوي۔وفاقي وزير ووئيل اګر چې دا مشكل كار ؤ خو د وزيراعظم لارښودنې او به معاونت سره دا ممكن شو او ټولو محكمو پكشې مرسته وكړه ۔ده ووئيل دې پروګرام څخه به زمونږ د زراعت څانګه كښې ځانګړی بدلونونه راشي۔رانا تنوير حسين ووئيل تربيه بشپړېدو سره به راتلونكې زرعي پوهان خپلو كروندګرو ته تربيه وركوي۔ده ووئيل د دې پروګرام له مخې مونږ ته 5 زره درخواستونه ترلاسه شوي وو٬د وزيراعظم جوړې كړی كمېټۍ په سپيځلي ډول په ميرټ ټاكنې وكړې ۔