اسلام آباد 22 اګست(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د اوبو وسائلو وزارت ته ځپلو سيمو كښې د واټر سپلائي نظام بحالولو كښې د خېبرپښتونخوا صوبائي حكومت ته بشپړ معاونت وركولو امر سره وئېلي دي اوسنو بارانونو او سېلاب څخه ځپلو خلقو مرسته قامي فريضه ده٬د رېسكيو كولو مرستې نه پس به د هغوي د بحالۍ كال پېل كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ اوسنو بارانونو …
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د بارانونو او سېلاب زيان او مرستې اقدامات په اړه د جاج اغستو غونډه٬د اوبو وسائلو وزارت ته ځپلو سيمو كښې د واټر سپلائي نظام بحال كولو كښې د خېبرپښتونخوا حكومت ته د معاونت وركولو سپارښتنه
اسلام آباد 22 اګست(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د اوبو وسائلو وزارت ته ځپلو سيمو كښې د واټر سپلائي نظام بحالولو كښې د خېبرپښتونخوا صوبائي حكومت ته بشپړ معاونت وركولو امر سره وئېلي دي اوسنو بارانونو او سېلاب څخه ځپلو خلقو مرسته قامي فريضه ده٬د رېسكيو كولو مرستې نه پس به د هغوي د بحالۍ كال پېل كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ اوسنو بارانونو او د سېلاب زيان او د مرستېروانو د اقداماتو جاج اغستو له د غونډې مشرۍ كولو په وخت وكړه ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د اوبو وسائلو وزارت ته امر وكړو چې ځپلو سيمو كښې د واټر سپلائي نظام بحالولو كښې د خېبرپښتونخوا صوبائي حكومت بشپړ معاونت وكړئ۔وزيراعظم ووئيل اوسنو بارانونو او سېلاب څخه د ځپلو خلقو مرسته قامي فريضه ده٬د ځپلو رېسكيو كولو او مرستې نه پس به د بحالۍ كار پېل كړی شي٬دريابونو٬خوړنو په خوا او شا كښې د ودانيو مخ نيوي لپاره په قامي كچه كمپائن به چلولې شي۔وزيراعظم ځپلو سيمو كښې چرته چرته چې د مرستې كاروائۍ روانې دي هلته د اړوندو وفاقي وزيرانو او د سيكرټريز د تللو امر هم وكړو ۔وزيراعظم امر وكړو چې په ګلګت بلتستان كښې تېره شپه د ګليشيئر رغړېدو څخه د رامخې ته شوې ملبې څخه د جوړ تالاب دې پورا نګراني وكړی شي او په ممكنه توګه دې د ځپلو سيمو اولس ويستل باوري كړے شي۔وزيراعظم د اين ډي ايم اے چيئرمېن ته د تالاب نګرانۍ او د زيان نه غېر د اوبو اخراج لپاره د پاك پوځ او ايف سي اين اے انجينئرز خذمات ترلاسه كولو هم هدايت وكړو۔غونډه د هېواد بره او سوئېلي برخو كښې د متوقع بارانونو او د دريابونو صورتحال او ګليشيئرز په اړه هم خبر كړی شوه۔غونډه د اطلاعات او خپرونو وزير د رېسيكو او مرستې هلو ځلو كوآرډينېشن لپاره د جوړې كړې سينټر كوآرډينېشن كمېټۍ نه هم خبره كړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيران احسن اقبال٬ډاكټر مصدق ملك٬انجينئر امير مقام٬عبدالعيم خان٬سردار اويس خان لغاري٬عطاﺀ الله تارړ٬ميا محمد معين وټو٬د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀ الله٬خاص مستيال مبارك زيب٬د اين ډي ايم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك او اړوندو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو












