اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر وئيلي دي په سېلاب ځپلو سيمو كښې پاك پوځ او صوبائي حكومت پشمول نورو ادارو سره په ګډه د مرستې كارونه روان دي، د باران نوې سلسله د 22 نه تر 24 اګست د جاري پاتې كېدو امكان دے٬ په ستلج درباب كښې د لوړې كچې سېلاب خطر دے، …
د باران نوې سلسله د 22 نه تر 24 اګست د روانې پاتې كېدو امكان دے٬ په ستلج درباب كښې د سېلاب خطر دے۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر وفاقي وزير عطاء تارړ سره ميډيا سره خبرې
اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر وئيلي دي په سېلاب ځپلو سيمو كښې پاك پوځ او صوبائي حكومت پشمول نورو ادارو سره په ګډه د مرستې كارونه روان دي، د باران نوې سلسله د 22 نه تر 24 اګست د جاري پاتې كېدو امكان دے٬ په ستلج درباب كښې د لوړې كچې سېلاب خطر دے، وګړو ته محفوظ ځايونو ته د منتقل كولو اقدامات كوٶ۔ دا خبرې ده د جمعې په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د غونډې نه وروستو د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سره په ګډه ميډيا سره د بريفنګ په مهال وكړې ۔ ده ووئيل د اوسني پشكال په مهال د پيشګي اګاهۍ كوټلےنظام مضبوط كړے شوے ، په خېبرپښتونخوا كښې د اوسني سېلاب په مهال د مينجمنټ پړاٶ سر شوے دے٬ پاك پوځ٬ اېف سي اهلكار او ډاكټرز د مرستې په كارونو كښې برخه اخستې چې ورسره د يو شمېر كسانو بچ كولو له مرسته تر لاسه شوې۔ ده ووئيل د وزيراعظم په امر په كېمپونو كښې موجودو ځپلو ته د مرستې سامان رسولے شوے دے چې پكښې خيمې، کمبلث او د خوراك څښاك سامان شامل دے٬ ده ووئيل په سېلاب ځپلو سيمو كښې پاك پوځ او صوبائي حكومت پشمول نورو ادارو سره په ګډه د مرستې كارونه روان دي۔ ده ووئيل په سېلاب ځپلو سيمو كښې طبي آسانۍ هم وركوړې كېږي۔ د وزيراعظم په امر په قامي غبرګون كښې د شاملو شراكتدارو مننه كوٶ۔ ده ووئيل د پاكستان حکومت ، اېن ډي اېم اے، پاك پوځ ، صوبائي حکومت او ادارې په خاص توګه رېسکيو 1122 سره په ګډه خلق په وخت خبروي ، د اېن ډي اېم اے په ايپ د خبرداري واضحه هدايات موجود دي، ميډيا دې هم په دې لړ كښې ځائي اولس خبرولو كښې خپل كردار ولوبوي دغسې چې د خلقو په وخت وتل باوري كړې شي












