اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د توان څانګې مهمه غونډې شوې ٬ چې پكښې نائب وزيراوعظم امر وكړو چې اولس ته توان د استطاعت وړ بيعه باندې وړكړه باوري كړئ۔ د جمعې په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د پټروليم وزارت چارواكو د پاكستان د توان په مجموعي …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د توان څانګې په اړه د جاج اغستو غونډه٬ اولس ته توان په استطاعت لرونكې بيعه د باوري كولو زور
اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د توان څانګې مهمه غونډې شوې ٬ چې پكښې نائب وزيراوعظم امر وكړو چې اولس ته توان د استطاعت وړ بيعه باندې وړكړه باوري كړئ۔ د جمعې په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د پټروليم وزارت چارواكو د پاكستان د توان په مجموعي صورتحال بريفنګ وركړو او د څانګې بهترۍ لپاره ئې بېلا بېل تجويزونه هم وړاندې كړل۔ نائب وزيراعظم د توان وسائلو لټولو او د پېداوار په زياتولو زور راوړلو سره ووئيل اولس ته توان د استطاعت وړ بيعه باندې وركړه باوري كړئ۔ ده په دې خبره رڼا واچوله چې پاکستان د توان او معدني وسائلو نه ډك هېواد دے ژ ده د هېواد اقتصادي پرمختګ كښې د دې څانګو په زيات پېداواري اهميت هم رڼا واچوله۔ په غونډه كښې د پټروليم وزير٬ د وزيراعظم د نجكارۍ سلاحكار٬ د وزيراوعطم خاص مرستيال طارق باجوه، د پټروليم سيکرټري، په دوحه كښې د پاکستان سفير او د خارجه وزارت او د پټروليم ډويژن لوړو پورو ګډون وكړو۔












