اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) پاكستان او چين په تلپاتې ستراتيجيكي مرسته اډانه همكاري د دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزې او څو اړخيزې مرستې د لارې د لا پياوړې كولو عزم پخلے كړے دے٬ د چين خارجه وزير دوره د دواړو هيوادونو ترمينځه د اعلی كچې رابطو د تسلسل برخه ده دغسې چې همكاري لا مضبوطه كړې شي۔ د جمعې په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ ته خطاب كښې د خارجه …
د پاكستان او چين په تلپاتې ستراتيجيك مرسته د اډانه همكارۍ لا زياتولو لپاره د عزم پخلے ٬ د چين خارجه وزير دوره د دواړو هيوادونو ترمينځه د اعلی كچې رابطو د تسلسل برخه ده : دخارجه دفتر وياند اوونيز بريفنګ
اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) پاكستان او چين په تلپاتې ستراتيجيكي مرسته اډانه همكاري د دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزې او څو اړخيزې مرستې د لارې د لا پياوړې كولو عزم پخلے كړے دے٬ د چين خارجه وزير دوره د دواړو هيوادونو ترمينځه د اعلی كچې رابطو د تسلسل برخه ده دغسې چې همكاري لا مضبوطه كړې شي۔ د جمعې په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ ته خطاب كښې د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان ووئيل د چين خارجه وزير او د کمیونسټ پارټی آف چائنا پولیټیکل بیورو غړي وانګ ژی د اګست په 21 مه نېټه د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په بلنه د اسلام آباد دوره وكړه دغسې چې د پاكستان –چین خارجه وزيران د سټرېټجک ډائیلاګ ګډه مشري وكړې شي۔ ده ووئيل دواړو د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو او مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د چين وزير د خپلې دورې په مهال وزيراعظم شهباز شريف او د آرمي چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره ملاقاتونه وكړل۔ صدر مملكت سره په ملاقات كښې آصف علي زرداري د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا او قامي پرمختګ په ملاتړ كولو د چين مننه او د كشمير په مسئله يۍ د چين د اصولي دريځ ستائنه وكړه۔ دوئي چین-پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېک) د صدر شی جن پنګ د بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو يو مهم جز وګرځولو۔ وزیراعظم شهباز شریف سره د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د يو بل د قامي ګټې د بشپړ ملاتړ كولو پخلے وكړو۔ وزیراعظم د سي پېك د دوېم پړاؤ لاندې تجارت ٬ آئي سي ټي ٬ كركيلې ٬ معدنيات او نورو څانګو كښی د مرستې زياتولو عزم تكرار كړو۔ آرمی چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره ملاقات كښې په سيمه ايزه سلامتيا ٬ د ترهګرۍ په مخنيوي او په دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو هېوادونو په سيمه ايزه او نړيواله كچه د همغږي مضبوطولو عزم پخلے وكړو۔ وياند ووئيل د پاکستان، چین او افغانستان خارجه وزيرانو شپږم درې اړخيزه ملاقات په 20 اګست د افغانستان پايه تخت كابل كښې وشو۔ په دې كښې د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د چين خارجه وزير وانګ ژي او د افغانستان عبوري خارجه وزير مولوي امير خان متقي ګډون وكړو۔ درې واړو د ترهګرۍ او نشاني توكو مخنيوي كښی د مرستې په زياتولو او د سي پېك افغانستان ته د رسولو په شمول بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په لا پراخه كولو مواققه وكړه۔ ده ووئيل په دې موقع اسحاق ډار مولوي متقي سره په دوه اړخيزه ملاقات كښې د سياسي او اقتصادي پېشرفت ستائنه وكړه خو د ترهګرۍ په مخنيوي كښې په نه كافي مرسته يۍ اندېښنه ښكاره كړه۔ د خارجه دفتر وياند زياته كړه چې اسحاق ډار 17 څخه تر 19 اګست 2025ء د برطانيې سركاري دوره وكړه چرته چې هغه مډل ایسټ، افغانستان او پاکستان لپاره د برطانيي پارلیمانی انډر سېکرټری همش فولکنر، يو شمېر پارليماني غړو ، لارډ قربان حسېن او د كشميرۍ كميونټي لارښودو او د کامن وېلتھ سېکرېټری جنرل بېرونس شرلی هوټچوے سره ملاقات وكړو۔ بیرونس د پاکستان دوره بلنه قبوله كړه۔ د دورې په مهال اسحاق ډار په لندن كښې د پاكستان هائي كمېشن كښی د زمكې ډيجېټل ريكارډ سروسز او ون ونډو پاسپورټ نظام پرانسته وكړه دغسې چې پاكستانۍ كميونټي ته آسانۍ وركړې شي۔ هغه د برټش پاکستانو وكيلانو فورم ته خطاب كښې د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو هڅې خطري وګرځولې۔ ده تصديق وكړو چې په 12 اګست 2025 اسحاق ډار د امريكائي خارجه څانګې د ترهګرۍ مخنيوي لنډ مهاله کوآرډینېټر ګریګوری لو جرفو سره ملاقات كړے۔ دواړو د بی اېل اے، داعش-خراسان او نورو ډلو د خطرو په ضد د مبارزې كولو د عزم پخلے وكړو۔ وياند ووئيل د امريكا لخوا د بي اېل اے او د مجيد بريګېډ ډلې د ترهګرو تنظيمونو ګرځولو پرېكړې هركلے وكړے شو۔ ده ووئيل د پاكستان د قربانيو او نړيوالې سلامتيا له د ترهګرۍ د مخنيوي هڅو اعتراف دے۔ پاکستان او چین په 18 اګست په بيجنګ كښې د وسلې په كنټرول ، نه خپرونې او د وسلې په تخفيف دوه اړخيزه مشاورت وكړو۔ راروان مشاورت به په كال 2026ء كښې په اسلام آباد كښې كيږي۔ ده ووئيل په 8 اګست 2025ء مو د هغې پرېكړې هركلے وكړو په كومه كښې چې په سندھ طاس لوظنامه ثالثي عدالت د پاكستان دريځ تسليم كړو او د هند لخوا د لوظنامې د خلاف ورزۍ هڅې مسترد كړې شوې۔ وياند د اسرائيلي بيانونو سخته غندنه وكړه په كومو كښې چې د’’ګرېټر اسرائیل‘‘ جوړولو او د فلسطيني وګړو غزه څخه د بې دخله كولو ذكر ؤ۔ ده ووئيل داسې بيانونه د نړيوال قوانين او د ملګرو ملتونو د قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ د هند خارجه وزارت په اوسني بيان خپل غبرګون كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان دا بې بنسټه تورونه مسترد كوي۔ ده ووئيل د هند د نیوکلیئر بلېک مېلنګ بیانیه يوه ګمراه كونكې ٬ د ځانه جوړه كړې مفروضه ده چې مقصد يۍ پاكستان بدنامول دي۔ ده ووئيل پاكستان يو ذمه وار اتومي رياست دے چې كمانډ او كنټرول يۍ په بشپړه توګه په سوېلين نګرانۍ كښې دے او تل يۍ د زغم او ذمه وارۍ څرګندونه كړې ده۔ وياند په دې خبره زور راوړو چې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان هڅې په نړيواله كچې تسليمولې شي او پاكستاني امنيتي ځواكونه نه يوازې خپل هېواد بلكې سيمې او نړۍ لپاره د ترھګرۍ په ضد ډھال پاتې شوي دي۔ ده په هند ټكونه كولو كښې ووئيل كله هم چې حقائق رامخې ته كيږي هند اشتعال انګېزۍ او جنګي بيانونو پېل كوي۔ ده ووئيل بې بنسټه تورونه او د دروغو بيانيې د نوې ډيلي كمزورې سفارتكاري په ډاګه كوي۔ وياند زياته كړه چې د نورو طاقتونو د هند په پروپېګنډه كښې د شاملولو هڅې بې ځايه دي۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان به د نړيوالې ورورولۍ د يو ذمه وار غړي په حېث خپل كردار دوامداره ساتي بياهم كه هند كوم جارحانه ګام پورته كړو نو د دغې به سمدستي او بشپړ ځواب وركولې شي۔ د كوم هم تاؤ تريخوالي ذمه واري به په هندي مشرتابه وي۔ ده ووئيل هند له به د پارونكو بيانونو په ځاے خپل نړيوال فرض ترسره كولو پلو پام ګرځول وي ٬ په خاص توګه سيمه ايز امن ٬ د ترهګرۍ مخنيوي او د سندھ طاس لوظنامې په څير نړيوالو لوظنامو باندې د عملدرآمد په لړ كښې دې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړې شي












