د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬ د زرعي پېداوار لګښت كمولو لپاره كمېټي جوړه كړې شوه ، د خاص اقتصادي زونز په قانون 2012 كښې د بدلون منظوري

اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه كښې د زرعي پېداوار لګښت كمولو لپاره كمېټي جوړولو او د خاص اقتصادي زونز په قانون 2012 كښې د بدلون اصولي منظوري وركړې شوې۔ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د جمعې په ورځ شوې٬ د غونډې …

اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه كښې د زرعي پېداوار لګښت كمولو لپاره كمېټي جوړولو او د خاص اقتصادي زونز په قانون 2012 كښې د بدلون اصولي منظوري وركړې شوې۔ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د جمعې په ورځ شوې٬ د غونډې په مهال وزيراعظم او د كابينې غړو ګرد هېواد كښې د بارانونو او سېلاب څخه د حق رسېدليو لپاره خاص دعا وكړه۔ د وزيراعظم د سېلاب ځپلو سيمو په دورو كولو او د ريسکيو او د ريليف اقدامات په نګرانۍ كولو د كابينې د غړو خاص مننه وكړه۔ د وفاقي کابينې غونډه د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت په سفارش د يوريا په بيعه كښې د توازن په اړه سفارشات وړاندې كړے شول۔ وزيراعظم ووئيل د كروندګرو په پېداوار كښې اضافې لپاره به پېداواري لګښت كمول وي۔ وزيراعظم په دې لړ كښې د وفاقي وزيرانو ډاکټر مصدق ملك، علي پروېز ملك، رانا تنوير حسېن او د وزيراعظم خاص مرستيال محمد علي او هارون اختر خان پشمول كمېټي جوره كړه۔ وفاقي کابينې ته د صنعت او پېداورا وزارت لخوا د يوټيلټي سټورز کارپوريشن د تحليل كولو سمري منظورۍ لپاره وړاندې كړې شوه كومه چې كابينې په متفقه توګه منظور كړه۔ د بيان له مخې 31 جولائي څخه په ګرد هېواد كښې د يوټيلټي سټورز آپريشن ختم كړے شوے ٬ د تحليل په مهال به د وزيراعظم په امر د ملازمينو د حقونو بشپړ خيال ساتلې شي۔ وزيراعظم دې عمل ته په سپېځلې ډول حتمي شكل وركولو او د ملازمانو د حقونو په اړه د ټولو قانوني او نورو ضابطو د خيال ساتلو امر وكړو۔ وفاقي کابينې په هېواد كښې صنعتي ترقۍ او د نوو صنعتونو جوړولو ډاډګيرنې لپاره د خاص اقتصادي زونز په قانون 2012 كښې د بدلون اصولي منظوري وركړه٬ د نوي بدلون له مخې به خاص اقتصادي زونز له نور کاروبار او سرمايه کار دوست ماحول وركولې شي چې ورسره به د صنعتونو د جوړولو رفتار زيات شي۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد صنعتي ترقۍ لپاره کاروبار او سرمايه کار دوست ماحول وركول ډېر ضروري دے۔ ده ووئيل د لوي څښتن په فضل او كرم سره د هېواد معيشت مستحکم او د پرمختګ په لور روان دے، د صنعتونو جوړولو سره به د هېواد برامدات او روزګار زيات شي٬ وفاقي کابينې د کابينه ډويژن په سفارش د قامي اقتصادي کونسل د مالي كال 2023-24 كلن رپورټ پارليمان ته د وړاندې كولو منظوري وركړه٬ د دې نه علاوه وفاقي کابينې د اقتصادي رابطه کميټي (اي سي سي) د 19م اګست كال 2025 په غونډه او قانون سازۍ كېسز لپاره د کابينه کميټۍ (سي سي اېل سي) د 18م اګست كال 2025 په غونډه كښې د شوو پرېكړو هم توثيق وكړو۔