اسلام آباد 22 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق غزه كښې د روان اسرائيلي جارحيت غندنې كولو سره د 7 اكتوبر 2023 نه تراوسه 60 زره څخه د زياتو بې ګناه فلسطينيانو په شهادت د افسوس څرګندونه كړی ده ۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل د اسرائيلي جارحيت له امله شهيدو شوو كښې لويه شمېره د ماشومانو٬ميرمنو او مشرانو ده …
د قامي ا سمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق غزه كښې د اسرائيلي جارحيت غندنه وكړه ٬ د قابضو ځواكونو فلسطين كښې د داروګانو٬خوراك او مرستې سامان مخ نيوے شرمناك دے۔سردار اياز صادق
اسلام آباد 22 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق غزه كښې د روان اسرائيلي جارحيت غندنې كولو سره د 7 اكتوبر 2023 نه تراوسه 60 زره څخه د زياتو بې ګناه فلسطينيانو په شهادت د افسوس څرګندونه كړی ده ۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل د اسرائيلي جارحيت له امله شهيدو شوو كښې لويه شمېره د ماشومانو٬ميرمنو او مشرانو ده ۔اسرائيلي قابض ځواكونو فلسطين كښې په سكولونو٬روغتونونو٬عبادت ځايونو او كډوالو په كيمپونو بريدونه كړي كوم چې غېر انساني او غېر اخلاقي عمل دے۔ده ووئيل د اسرائيل قابضو ځواكونو لخوا فلسطين كښې د داروګانو٬خوراك او مرستې سامان مخ نيوے شرمناك او غېر انساني عمل دے٬د اسرائيل لخوا د خوراك او داروګانو مخ نيوي له امله فلسطينې ماشومان او سپين ګيري لوږې تندې په سبب شهيدان كيږي٬ په فلسطين اولس د اسرائيل ظلمونه د بشري حقونو او نړيوال قوانين خلاف ورزي ده٬په غزه كښې د جارحيت څخه په زرګونو ماشومان يتيمان او بې اثرې شوي٬د نړيوالې ورورولۍ خاموشي اسرائيل ته د نورو ظلمونو اجازه وركوي۔ده غوښتنه وكړه چې ملګري ملتونه دې فلسطين كښې د سمدستي جنګ بندۍ لپاره عملي اقدامات وكړي٬د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې دې د فلسطين منصفانه او اوږد مهاله حل راويستلے شي٬پاكستان د فلسطيني اولس د حق خود اراديت بشپړ ملاتړ كوي٬ د القدس الشريف پايه تخت جوړولو سره يو آزاد فلسطين رياست د پاكستان ښكاره دريځ دے٬ ده ووئېل د پاكستان پارليمان او اولس به په هر فورم د فلسطين مسئله رامخې ته كوي٬د فلسطيني اولس سره د پاكستان پارليمان او اولس اوږه په اوږه ولاړ دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د اسرائيلي جارحيت څخه شهيدو شوو كورنيو لپاره د زغم او ژوبل شوو لپاره د روغ صحت دعا هم وكړه۔










