اسلام آباد، “سیو یاسین ملک کنفرنس” به په 26 اګست كيږي

اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) د مودي هندي حكومت د جمو و کشمیر لبرېشن فرنټ په غېر قانوني توګه نظر بند چيئرمېن یاسین ملک بدترين سياسي انتقام سره پرله پسې مخ كوي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د لبرېشن فرنټ مركزي وياند رفیق ډار په يو بيان كښې ووئيل یاسین ملک ته په بې بنسټه مقدمو كښې د يو اړخيزه عدالتي كارروايۍ په نتيجه كښې په مئي 2022 كښې …

اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) د مودي هندي حكومت د جمو و کشمیر لبرېشن فرنټ په غېر قانوني توګه نظر بند چيئرمېن یاسین ملک بدترين سياسي انتقام سره پرله پسې مخ كوي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د لبرېشن فرنټ مركزي وياند رفیق ډار په يو بيان كښې ووئيل یاسین ملک ته په بې بنسټه مقدمو كښې د يو اړخيزه عدالتي كارروايۍ په نتيجه كښې په مئي 2022 كښې د ټول عمري زندان سزا اورولې شوې وه كومه چې اوس هندي حكومت د هغه په دار كولو بدلول غواړي۔ ده ووئيل لبرېشن فرنټ د ياسين ملك غږ پورته كولو له په 26 اګست د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د “سېو یاسین ملک کنفرنس” كولو پرېكړه كړې ده په كوم كښې به چې سياسي لارښودو سره سره نوموړي خبريالان او د بشري حقونو او سول سوسائټۍ استازي ګډون كوي۔ په كنفرنس كښې به د ګډون كوؤنكو لخوا د پروګرامونو او اقدامات اعلان كولې شي