اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي ګرد هېواد كښې بارانو او سېلاب څخه 700 كسان پحق رسېدلي٬ سېلاب ځپلو سيمو كښې د بحالۍ او بيا رغونې كار تر بشپړېدو به په قلاره نه كېښنو٬ د ځپلو مرسته او بحالي زمونږ شريكه ذمه واري ده، په ګډه به كار روان ساتو٬ د اوبو په لارو كښې د جوړ كړو غېر قانوني ودانيو معاوضه به تر …
ګرد هېواد كښې بارانو او سېلاب څخه 700 كسان پحق رسېدلي٬ سېلاب ځپلو سيمو كښې د بحالۍ او بيا رغونې كار تر بشپړېدو به په قلاره نه كېښنو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي کابينې غٶنډه كښې خبرې
اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي ګرد هېواد كښې بارانو او سېلاب څخه 700 كسان پحق رسېدلي٬ سېلاب ځپلو سيمو كښې د بحالۍ او بيا رغونې كار تر بشپړېدو به په قلاره نه كېښنو٬ د ځپلو مرسته او بحالي زمونږ شريكه ذمه واري ده، په ګډه به كار روان ساتو٬ د اوبو په لارو كښې د جوړ كړو غېر قانوني ودانيو معاوضه به تر څو وفاقي او صوبائي حكومتونه ادا كوي٬ د ماحولياتي بدلون د منفي اثرات مخنيوي لپاره ذمه وارۍ زياتې شوې دي، د چين دورې په مهال به د اېس سي او غونډه كښې د ګدون نه علاوه د چين قيادت سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كېږي٬ د سي پېك دوېم پړاٶ پېل به هم كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د وفاقي كابينې غٶنډه كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل په دې وروستيو كښې په هېواد كښې د طوفاني بارانونو په سبب سېلاب راغلے ژ په خاص توګه خېبر پښتونخوا كښې د اوبو شړقونو څخه راغلي سېلاب كښې په لويه كچه ځاني او مالي زيان شوے٬ دوه ورځې وړاندې مونږ د بونېر دوره كړې٬ هلته ډېر زيات مالي او ځاني زيان شوے٬ دغسې په سوات، شانګله ،صوابۍ، مانسهره او په نورو سيمو كښې بلها زيان شوے دے۔ ده ووئيل د افت په دې سخت وخت كښې وفاقي حكومت صوبائي حکومت سره په ګډه كار كوي او د زړه د اخلاصه مرسته شوې ده٬ وفاقي وزيرانو د مرستې په هلو ځلو كښې برخه اخستې٬ د اطلاعات وفاقي وزير چې كومې هلې ځلې كېدې ھغه ئې رامخې ته كړې دي۔ د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د مرستې كار روان دے٬ ده ووئېل د مرستې او ريليف په كارونو كښې د وفاقي وزيرانو٬ سيکرټريز او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن كار مركزي ٶ، د رېسکيو او ريليف په هلو ځلو كښې د برخه اخستو مننه كوٶ خو دا كار لا روان دے٬ ده ووئېل د رېسكيو هلې ځلې بشپړې شوې دي٬ د ريليف او بحالۍ كار چې تر څو بشپړ شوے نه وي په قلاره به نه كېښو، د بارانونو په سبب د حق رسېدلو كورنيو له معاوضه وركړې كېږي ٬ خو چې د چا څوك پحق ورسي ھغوي لپاره دا بې معني شي ٬ بيا هم د ژوند معمولات مخ په وړاندې بوتللو٬ د دارو درملو٬ كاروبار او نورو ضروري څيزونو سره تړلي دي ٬ دې لپاره مونږ له د ځپلو بشپړه مرسته كول او د زړه د اخلاصه د سياست نه پرته د دوي مرسته كول دي۔ وزيراعظم ووئيل د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاك پوځ د مرستې په هلو ځلو كښې برخه اخلي٬ سرلښكر ما سره د بونېر دوره كړې٬ هلته مونږ ته د بارانونو او سېلاب له امله په شوو زياتونو او د مرستې په هلو ځلو تفصيلي بريفنګ راكړے شو، د صوبائي حکومت او د وفاقي حکومت نمائندګانو نه علاوه د پېښور کور کمانډر بشپړ پريزنټيشن راكړر، د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو لرې پرتو سيمو څخه ځپلې رېسكيو كړي، چورلكې هم د مرستې په هلو ځلو كښې برخه اخلي، ده ووئېل د ځپليو مرسته او بحالي زمونږ شريكه ذمه واري ده، په ګډه به كار روان ساتو ۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2022 كښې په سندھ كښې سخت سېلاب راغلے ٶ چې پكښې ډېر زيان شوے ٶ، د دې نه علاوه په بلوچستان، د سوئيلي پنجاب ځېنې ضلعو او په خېبرپښتونخوا كښې هم زيان شوے ؤ ، په سندھ كښې ډېره تباهي شوې وه٬ د كال 2022 تباهۍ كوونكو بارانونو او سېلاب څخه سل كسان مړه شوې وو او د اربونو ډالرو زيان شوے ٶ خو دا ځل ګرد هېواد كښې د 700 نه زيات كسان مړه شوي دي او يوازې په خېبرپښتونخوا كښې د 400 نه زيات كسان مړه شوي دي، د غرونو څخه لويې لويې ګټان او اونې اوبو راوړي ٬ د دغې په وړاندې څوك اېسارېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2022ء كښې معاشي زيان ډېر شوے ؤ او ځاني زيان لږ ٶ٬ دا ځل ځاني زيان ډېر شوے دے۔ ده ووئيل د ماحولياتي بدلون د منفي اثراتو مخنيوي لپاره زمونږ په دې لړ كښې ذمه وارۍ زياتې شوې دي، دې لپاره به د ماحولياتي بدلون وزارت او اړوندو ادارو له خپل بشپړ كردار لوبول وي۔ ده ووئيل درې ورځې وړاندې په كراچۍ كښې شړق باران ورېدلے٬ د سندھ وزيراعليٰ سره د ټېلي فون د لارې زما خبرې شوي او ورسره مې د همدردۍ څرګندونه كرې٬ بلاول بھټو زرداري سره هم رابطه شوې د، دغسې په ګلګت بلتستان او آزاد کشمير كښې هم زيان شوے دے، ده ووئېل د ګلګت بلتستان ما پخپله دوره كړې٬ د وفاقي حكومت نمائندګانو هلته ډېر كار كړے خو دا زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده او دا ذمه واري مونږ له سر ته رسول دي۔ وزيراعظم ووئيل د اوبو په لارو كښې د جوړو كړو غېر قانوني ودانيو معاوضه به تر څو وفاقي او صوبائي حكومتونه ادا كوي٬ د كال 2022 په تباهي كونكې سېلاب كښې هم د غېر قانوني تعميرات په سبب لويې زيان شوے ؤ ، بايد مونږ دا څيزونه په نظر كښې اوساتو، په دريانو هوټلز او نور تعميرات پكار نه دي٬ د غېر قانوني تعميرات مخنيوي په اړه مهمه غونډه رابللې كېږي٬ د انساني بې غورۍ په نتيجه كښې د رامخئ ته شوو پېښو هېڅ ګنجائش نشته۔ ده ووئيل په ګليات كښې به كله يوه اونه غورځېدې نه شوه٬ نن په دغه سيمه كښې مو په اونو وهلو زړه خوږېږي۔ وزيراعظم ووئيل د چين خارجه وزير د پاكستان دوره كړې ٬ په خارجه وزارت كښې يوه غونډه شوې د٬ ما سره ئې هم ګټور ملاقات او جامع خبرې اترې شوې دي، د چين پاکستان دوستي د وخت سره سره مضبوطېږي او چين عمر له د پاكستان مرسته كړې ده او د دوستۍ لاس ئې راكړے، د دواړو هېوادونو ترمېنځه ستراتېژك شراکت داري قائم ده، ډېر زر د چين دوره كونكے يم، ده ووئېل د چين دورې په مهال د اېس سي او غونډه كښې د ګډون نه ععلاوه به دوه اړخيزه ملاقاتونه كېږي٬ د سي پېك دوېم پړاٶ به هم پېل كېږي٬ د چين پاكستان اړيكې سدا بهار دي او تل به زياتېږي۔










