ډھاکه 22 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د بنګله دېش د خوراك سلاحكار علي امام مجمدار سره په ډھاکه كښې ليدلي دي ۔ د جمعې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخئ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د فوډ سکيورټي په څانګه كښې مرستې زياتولو او په زرعي څانګه كښې د ګډې شراكتدارۍ په امكانات د خيالاتو څرګندونې سره د دواړو هېوادونو …
وفاقي وزير جام کمال خان د بنګله ديش د خوراك سلاحكار سره وليدل
ډھاکه 22 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د بنګله دېش د خوراك سلاحكار علي امام مجمدار سره په ډھاکه كښې ليدلي دي ۔ د جمعې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخئ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د فوډ سکيورټي په څانګه كښې مرستې زياتولو او په زرعي څانګه كښې د ګډې شراكتدارۍ په امكانات د خيالاتو څرګندونې سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه په جنوري كال 2025 كښې د پاکستان ټريډنګ کارپوريشن او بنګله ديش ډائريکټوريټ جنرل آف فوډ د وريژو د تجارت په لوظنامه د اطمينان څرګندونه وكړه٬ د لوظنامې له مخئ پاکستان په کاميابي سره 50 زره مېټرك ټن وريژې رسولې دي٬ ډلو په دې خبره سلاح شوې چې دا لوظنامه به د حكومتي او كاروباري پلاويو د رسمي تبادلو لاره هواره كړي دغسې چې د ضروري څيزونو تجارت زيات كړے شي۔ وفاقي وزير ووئيل په نومبر كال 2025 كښې په کراچۍ كښې كېدونكے درېم نړيوال فوډ اېنډ ايګريکلچر نندارتون به د بنګله ديش کاروباريانو او چارواكو ته د پاکستان زرعي استعداد مشاهده كولو موقع وركړي










