اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د شهيد ميجر رضوان طاهر استوګنې ته لاړو٬غم جنې كورنۍ سره يې د يووالي څرګندونه وكړه ٬ شهيد ته د عقيدت پيرزوئنو وړاندې كولو سره صدر مملكت ووئېل ميجر رضوان د خپل ځان په قربانولو د قام سر په وياړ هسك كړو ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ميجر رضوان طاهر نوشكي آپرېشن كښې …
صدر مملكت آصف علي زرداري د شهيد ميجر رضوان طاهر استوګنې ته لاړ
اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د شهيد ميجر رضوان طاهر استوګنې ته لاړو٬غم جنې كورنۍ سره يې د يووالي څرګندونه وكړه ٬ شهيد ته د عقيدت پيرزوئنو وړاندې كولو سره صدر مملكت ووئېل ميجر رضوان د خپل ځان په قربانولو د قام سر په وياړ هسك كړو ۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ميجر رضوان طاهر نوشكي آپرېشن كښې د آئي اي ډي چاودنې په نتيجه كښې شهيد شوے ؤ ۔صدر مملكت د شهيد استوګنې ته لاړو او غم جنې كورنۍ سره يې د يووالي څرګندونه وكړه۔صدر مملكت شهيد افسر ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل ميجر رضوان شهيد بهادر او يو مېړنے افسر ؤ ۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل ميجر رضوان د فرض په تر سره كولو سره د خپل ځان په قربانۍ وركولو د شهادت عظيم مثال قائم كړو ۔صدر مملكت د دې عزم څرګندونه وكړه چې د شهيدانو قربانۍ به بې ضائع نه ځي۔










