اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) سپريم كورټ آف پاكستان د تحريك انصاف د باني چيئرمېن د 9 مئي په اته مقدمو كښې د ضمانت درخواستونه منظور كړي دي٬ د چيف جسټس يحييٰ آفريدي په مشرۍ كښې درې كسيز بېنچ د مقدمو سماعت وكړو ٬ د تحريك انصاف باني په ضد د 9 مئي په حواله اته مقدمې زېر سماعت دي٬ د دې پرېكړې نه وروستو د تحريك انصاف …
د تحريك انصاف د باني چيئرمېن د 9 مئي په مقدمو كښې د ضمانت درخواستونه منظور شول ٬ د 9 مئي د مقدمو ټرائل روان دے، د ضمانت په خوشحالۍ كولو نه پوهېږو٬ د پي ټي آئي په عقل ماتم كېدے شي ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ غبرګون
اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) سپريم كورټ آف پاكستان د تحريك انصاف د باني چيئرمېن د 9 مئي په اته مقدمو كښې د ضمانت درخواستونه منظور كړي دي٬ د چيف جسټس يحييٰ آفريدي په مشرۍ كښې درې كسيز بېنچ د مقدمو سماعت وكړو ٬ د تحريك انصاف باني په ضد د 9 مئي په حواله اته مقدمې زېر سماعت دي٬ د دې پرېكړې نه وروستو د تحريك انصاف د مشرانو په پرېس كنفرنس خپل غبرګون كښې وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل د 9 مئي د مقدمو ټرائل لا روان دے٬ خوشحالۍ كوٶنكو ته بايد معلومه وي چې په ضمانت او بري كېدو كښې فرق وي٬ پي ټي آئي د قانوني كېسز په حواله هېڅ شواهد نه لري٬ دوي سره اېجنډا ختمه شوې ده، اوس دوي سره خبرو له هېڅ نشته ٬ ځكه په ضمانت خوشحالۍ كوي، اوس دوي خپل ځان نادانه كوي٬ د دوي په عقل ماتم كېدے شي۔ وفاقي وزير ووئيل د 190 ملين پاٶنډ كرپشن كېس د هېواد د تاريخ لويې مېګا كرپشن سكېنډل دے چې پكښې د تحريك انصاف باني ته د باقاعده شواهدو او ټرائل په بشپړېدو د 14 كالو د زندان سزا اورولې شوې ٬ په دې كېس كښې پي ټي آئي عدالت ته په دې وئيلو كښې پاتې راعلې چې د اربونو روپۍ ملك رياض ته په كوم مد او كوم جواز وركړې شوي ٬ پي ټي آئي په دې كېس قانوني دلائل وړاندې كولو په ځاے د مذهب كارډ استعمال كړے او د مدينې رياست په نامه ئې د اولس ګمراه كولو هڅه كړې۔ ده ووئيل په دې كېس كښې د سپريم كورټ يوه فېصله راغلې چې پكښې وئيلي شوي چې د چا جرمانه سېټل كړې شوې ،دا څنګه ممكن ده چې د اربونو روپۍ چې د پاكستان حكومت ته ترلاسه كېدونكې ٶې ٬ ھغه دې په يوه بله جرمانه كښې اېډجسټ كړې شي٬ كه دوي دومره سپين نيتې وو نو بيا باني پي ټي ئي او د ھغه كورودانې القادر يونيورسټي ټرسټ ولې جوړولو او د ملك رياض نه ئې زمكه ولې اخستله ؟ د دې ځواب هم عدالت ته نه دې وركړے شوے۔ وفاقي وزير ووئيل دوي د پنځه پنځه قيراطو ګوتې په رشوت كښې اخستې او د فائلونو په ضد ئې پېسې اغستې ٬ په 190 ملين پاٶنډ ميګا كرپشن كېس كښې دا خبره ثابت شوې چې په بنده لفافه كښې كابينې څخه پرېكړې منظور كړې شوي او د وخت وزيراعظم عمران خان خپلې كابينې ته دا وئيل هم ښه ونه ګڼل چې په بند لفافه كښې څه دي۔ ده ووئېل په ھغه وخت د كابينې يو شمېر غړو دا پوښتنه كړې وه خو عمران خان هغوي اوور رول كړل او وئيل ئ چې ستاسو دې سره هېڅ كار نشته، تاسو يوازې دا منظور كړئ۔ ده ووئيل په دغه كېس كښې د 14 كالو د زندان سزا اورولې شوې او د دغې نه وروستو په يو ضمانت خوشحالۍ كېږي۔ ده ووئيل سلمان اكرم راجه يو سينئر وكيل دے٬ د ھغه ډېر احترام دے٬ نن چې كله ھغه ووئيل چې بريالے شو نو دا خبره د پوهې نه پرته ده ځكه چې ضمانت خو قاتل٬ ډاكو او د هر ډول ملزم كېږي۔ د اطلاعات وزير ووئيل د 9 مئي د كېس ټرائل روان دے٬ دا ټرائل به خپل انجام ته رسې٬ دا يوازې يو ضمانت دے پرېكړه نه ده٬ ده ووئيل د شبلي فراز پشمول د پي ټي آئي يو شمېر مشرانو ته د 9 مئي په مقدمو كښې سزاګانې اورولې شوي دي٬ چې كله هغوي سزاوار شول نو هغوي هم په ضمانتونو وو۔ ده ووئيل د 9 مئي د مقدمو ټرائل روان دے، په ضمانت د خوشحالو په لمانځلو نه پوهېږو آيا چې باني تحريك انصاف هم نن خوشے كړے شوے دے؟ ده ووئيل ھغه په كسټډي كښې دے او د 190 ملين فاٶنډ په كرپشن كېس كښې ورته سزا اورولې شوې ، چې ھغه بنديوان دے نو به دې ضمانت هېڅ فرق نه پرېوځي۔ وفاقي وزير ووئيل يو كس چې په مېګا كرپشن كېس كښې د 14 كالو سزاوار دے ھغه د خپلې دفاع لپاره هېڅ نه لري٬ ھغه د اربونو روپو كرپشن كړے ٬ ملك رياض ته ئې ګټه رسولې ، د دې هېواد او قام پېسه د سندھ او پنجاب خزانې ته تلل وٶ خو ھغه په معاف كولو ملك رياض ته سپارلې شوې۔ ده ووئيل تحريك انصاف سره خبرو له هېڅ نشته نو ھغوي نن په يو ضمانت خوشحالۍ كوي ٬ د دوي په عقل ماتم كېدے شي٬ ده ووئېل دوي ته معلومه ده چې د 9 مئي ناوړه سازش د تحريك انصاف باني جوړ كړے ؤ او په دې كښې د ګوند ټول مشران هم هغه سره شريك وو۔ ده ووئيل د 9 مئي د كېسز نه علاوه د توشه خانه ټو كېس هم چلېږي، په دې كښې هم د تحريك انصاف باني تر اوسه ځواب نه دې جمع كړے٬ دوي په هر كېس كښې تاريخونه اخلي او د كېس اوږدولو هڅې كوي چې داسې به اضافې شواهد رانشي٫ ده ووئيل تحريك انصاف د دې نه وړاندې هم خواږه خوړي وو كوم چې ډېر بې خونده او پېكه وو، دوي له پكار دي چې پخپل طرز عمل غور وكړي٬ ده ووئېل د تحريك انصاف د باني بهر راوتل ګران ښكاري٬ حقيقت دا دے چې دوي سره دفاع لپاره هېڅ نشته او د دوي سياسي اېجنډا ختمه شوې ده۔










