لندن۔19اګست(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د هند لخوا په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو غېر قانوني هڅه د پاكستان 24 كروړه اولس لپاره يو رېډ لائن او وجودي خطره ګرځولې ده۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د برطانيې پاکستانو وکيلانو فورم ته خپل خطاب كښې ده په دې خبره زور راوړو چې په كال 1960ء كښې …
سندھ طاس لوظنامه په يوه اړخيزه توګه معطل كيدې نه شي ٬ دا د پاكستان 24 كروړه اولس لپاره يو ريډ لائن او وجودي خطره ده: سينيټر اسحاق

مزید خبریں
لندن۔19اګست(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د هند لخوا په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو غېر قانوني هڅه د پاكستان 24 كروړه اولس لپاره يو رېډ لائن او وجودي خطره ګرځولې ده۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د برطانيې پاکستانو وکيلانو فورم ته خپل خطاب كښې ده په دې خبره زور راوړو چې په كال 1960ء كښې د ورلډ بېنك په ثالثۍ كښې شوې دا لوظنامه ٬ چې د پاكستان د 80 فيصده تازه اوبو وسائل كنټرول كوي او كومې سره چې د 24 كړوړه وګړو ژوند تړلے دے ٬ په يو اړخيزه توګه معطل يا موخر كېدې نه شي۔ ده د دې لوظنامې اهميت د پاكستان آبي تحفظ او ماحولياتي استحكام لپاره ضروري وګرځولو۔ ګډون كوؤنكو د هند اقدامات آبی جارحیت (واټر وارفېئر) ګرځولو سره په يوه خله د دې غندنه وكړه او د برطانيې په كچه يۍ د يو ليګل ټاسك فورس تشكيل كولو لوظ وكړو۔ دا ټاسك فورس به د لوظنامې له مخې د پاكستان د حقونو تحفظ او د نړيوال قانون او سفارتي ملاتړ په ترلاسه كولو كار كوي۔ دا غونډه د برطانېي پاكستانو وكيلانو فورم درېمه ناسته وه۔ دا اقدام د پاكستان هائي كمېشن لندن او بېرسټر امجد ملك په مرسته پېل كړے شوے دے۔











