د پاکستان د آټو انډسټرۍ سباؤن روښانه دے۔هارون اختر خان

اسلام آباد 19 اګست (اے پی پی) د وزیر اعظم د صنعت و پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان ووئيل د پاکستان آټو پارټس انډسټری د هېواد جی ډی پی كې 3 فیصده برخه لري او په دې څانګه كښې 25 لکهه څخه زيات د روزګار موقعې پیدا كيږي۔د نهې په ورځ آټو پارټس سمټ 2025 كښې د خاص ميلمه په حيث ګډون وكړو او د پاکستان آټو انډسټری په …

اسلام آباد 19 اګست (اے پی پی) د وزیر اعظم د صنعت و پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان ووئيل د پاکستان آټو پارټس انډسټری د هېواد جی ډی پی كې 3 فیصده برخه لري او په دې څانګه كښې 25 لکهه څخه زيات د روزګار موقعې پیدا كيږي۔د نهې په ورځ آټو پارټس سمټ 2025 كښې د خاص ميلمه په حيث ګډون وكړو او د پاکستان آټو انډسټری په اهميت ئې رڼا واچوله۔دستوري ته وينا كښې هارون اختر خان ووئيل هېواد كښې 7 لوئ د موټرو جوړولو کمپنۍ په ځائې كچه پروډکشن کوي دغسې 1200 څخه زيات آټو پارټس مینوفیکچررز ځائې پرزې جوړوي۔خاص مرستيال دا خبره ومنله چې صنعت د توان خرڅونو، ټیکنالوجی تر رسني او فنانس په شان مسئلو سره مخ دے،دغسې د وزیراعظم په سپارښتنه داسې پالیسۍ جوړيږي چې د لارې ئې ځائې آټو انډسټری تر نړيوال معیار رسولې شي۔ده ووئيل حکومت نوي انرجی وهیکل پال30-2025 عملدرآمد له لوظي دے او دې مقصد لپاره آټو د انډسټری د تحقیق،پرمختګ او ایکسپورټ ودې لپاره خصوصی مرسته كيږي۔ده ووئيل د پاکستان آټو انډسټری به د نړيوالي مقابلے جوګه كولې شي۔ صنعتکار بايد جدید ټیکنالوجی او تحقیق كښې سرمایه کاری وكړي۔

مزید خبریں