اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي هېواد څخه د پوليو ختمولو لپاره د صحت څانګې ډله، پولیو ورکرز او ټولي اړوندې ادارې لوظي دي،د پولیو ختمولو كښې ستونزي شته خو دا لرې كول ناممکن نه دي ،پولیو كمپائنونو كښې د پولیو ورکرز کردار د ستائنې وړ دے۔د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزیراعظم محمد …
هېواد څخه د پوليو ختمولو لپاره د صحت څانګې ډله، پولیو ورکرز او ټولي اړوندې ادارې لوظي دي۔وزیراعظم محمد شهباز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي هېواد څخه د پوليو ختمولو لپاره د صحت څانګې ډله، پولیو ورکرز او ټولي اړوندې ادارې لوظي دي،د پولیو ختمولو كښې ستونزي شته خو دا لرې كول ناممکن نه دي ،پولیو كمپائنونو كښې د پولیو ورکرز کردار د ستائنې وړ دے۔د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف د دې خيالاتو څرګندونه د روټري انټرنېشنل فاؤنډیشن صدر فرانسسکو اریزو په مشرۍ كښې ملاقات له راغلې پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه ۔ملاقات كښې د صحت وفاقي وزیرِ سید مصطفی کمال،د وزیرِاعظم د پولیو مخنيوي خصوصي استازې عائشه رضا فاروق او اړوند اعلی چارواكي موجود وو۔وزیراعظم د روټري انټرنېشنل د پولیو په شان ناوړه رنځ د پاکستان څخه ختمولو لپاره د نړيوالو ادارو په شان په بشپړه مرسته مننه وكړه۔ده ووئيل د هېواد څخه د پولیو بشپړه ختمولو له د روغتيا څانګي ډله ، پولیو ورکرز او ټولې اړوندې ادارې لوظي دي،د پولیو ختمولو په لاره كښې چیلنجونه ضرور شته خو مونږ به په خپل عزم او محنت د پاکستان د زامنو او لونړو سباؤن محفوظوو۔وزیراعظم ووئيل د پولیو ختمولو كښې ستونزي شته خو دغه لرې كول نا ممكن نه دي،پولیو كمپائنونو كښې د پولیو ورکرز کردار د ستائنې وړ دے۔پلاوي د حکومت د پولیو مخنيوي اقدامات وستائېل او هيله ئې څرګنده كړه چې د وزیراعظم خاص پام لرني او قيادت په سوب به ډير زر د پاكستان څخه د دې ناوړه رنځ خاتمه ممكن شي۔ پلاوي د روټري انټرنېشنل د پوليو مخنيوي لپاره د حکومت معاونت دوامداره ساتلو له د عزم پخلے وكړو۔پلاوي ووئيل روټري انټرنېشنل تير كل 500 ملیونه ډالره د پولیو مخنيوي په لړ كښې پاکستان كښې خرڅ كړي او سږ كال هم دې مقصد لپاره د زياتو روپو خرڅ كولو خوښي لري۔ پلاوي د وزیراعظم د پولیو مخنيوي لپاره د ډلي انتخاب او د ډلې اقدامات هم وستائېل۔











