د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو لپاره د مرستې سامان وركولو ترسيل پرله پسې روان دے٬ اين ډي ايم اے

اسلام آباد۔ 19 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په امر د طبعې آفاتونو په مهال د مرستې كونكې ادارې (اين ايم ډي اے ) د اړخه د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو لپاره د مرستې سامان ترسيل پرله پسې روان دے۔ د اين ډي ايم اے ميډيا ونګ تر مخه د نهې په سهار د سوات او شانګله لپاره د مرستې سامان دوه جلا جلا كهيپس …

اسلام آباد۔ 19 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف په امر د طبعې آفاتونو په مهال د مرستې كونكې ادارې (اين ايم ډي اے ) د اړخه د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سيمو لپاره د مرستې سامان ترسيل پرله پسې روان دے۔ د اين ډي ايم اے ميډيا ونګ تر مخه د نهې په سهار د سوات او شانګله لپاره د مرستې سامان دوه جلا جلا كهيپس روان كړے شوي۔ په دې سامان كښې خېمې ٬ كمبلې٬ كے وي 47 جنريټر٬ ډي واټرنګ پمپس ٬ راشن بېګز او داروګان شامل دي۔ د مرستې سامان په سېلاب ځپلو وېشلو لپاره ضلعي انتظاميه ته سپارلے به شي۔ اين ډي ايم اے ٬ وسله وال پوځ او فلاحي ادارې د خېبر بښتونخوا او ګلګت بلتستان لپاره د مرستې سامان لېږل باوري كوي او ټولې سول او عسكري ادارې خپلو كښې په رابطه كښې دي۔ دغسې اين ډي ايم اے د ټولو هلو ځلو څارنه هم كوي

مزید خبریں