لندن 18 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي د سمدنر پورې پاکستانیانو مسئلو حل كولو له ګامونه پورته كوو، پاکستان امن خوښے هېواد دے،ګاونډيانو سره په امناكه اړيكو باور لرو، څوك چې هم د پاکستان پلو په نا سمو سترګو ګوري بشپړ ځواب به وركولې شي،د نواز شریف په مشرۍ كښې پاکستان د نړۍ 24م لوئ معیشت جوړ شوے ؤ٬ اوس …
د سمندر پورې پاکستانیانو مسئلو حل كولو له ګامونه پورته كوو، پاکستان امن خوښے هېواد دے،ګاونډيانو سره په امناكه اړيكو باور لرو ۔ اسحاق ډار

مزید خبریں
لندن 18 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي د سمدنر پورې پاکستانیانو مسئلو حل كولو له ګامونه پورته كوو، پاکستان امن خوښے هېواد دے،ګاونډيانو سره په امناكه اړيكو باور لرو، څوك چې هم د پاکستان پلو په نا سمو سترګو ګوري بشپړ ځواب به وركولې شي،د نواز شریف په مشرۍ كښې پاکستان د نړۍ 24م لوئ معیشت جوړ شوے ؤ٬ اوس د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې نه يواځې هغه مقام ترلاسه كوو بلكه جی 20 هېوادونو كښې شامليدو له چمتوالے نيسوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستاني مشن كښې د ون ونډو پاسپورټ آفس پرانستي په موقع میډیا سره خبرو كښې وكړه۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير ووئيل حکومت د سمندر پورې پاکستانیانو مسئلو حل كولو له ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل ون ونډو پاسپورټ پراسیسنګ یونټ په پرانسته د نادرا، كورنيو چارو وزارت،كورنيو چارو وزير او لندن كښې د پاکستان هائی کمشنر او د هغه ټولي ډلي له مباركي وركوم،دې څخه وړاندې د پاسپورټ دا عمل به درېو بېلو ځايونو كښې بشپړ كيدو،اوس هغه درې واړه كارونه ون ونډو ته منتقل کړے شوي چې ورسره به په 10 دقيقو كښې دا پراسیس بشپړيږي۔خارجه وزير ووئيل مونږ له دا ډول آسانۍ نورو پاکستاني مشنز كښې هم پېل كولو ته اړتيا ده۔ نائب وزیراعظم اسحاق ډار د میرپور ایئرپورټ جوړولو په اړه د پوښتني په ځواب ووئيل په دې لړ كښې د سیالکوټ په طرز كار كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل په 1998 كښې مونږ د سیالکوټ بزنس کمیونټي او برآمد کوونكو په غوښتنه د هوائي ميدان وركولو پريكړه كړې وه،د سیالکوټ آلات جراحي او د لوبو سامان برآمدات لپاره د هوائي ميدان جوړولو لويه غوښتنه وه،د خزاني وزير په حيث مونږ د سیالکوټ برآمد کوونكو او سوداګرو سره لوظ كړے ؤ تاسو له به زمكه په اغستو سره ایکوائر كولې شي جې په خپله مرسته هوائي ميدان جوړ كړې او 27 كاله وشو د سیالکوت هوائي ميدان جدید سهولیات سره كار كوي او ترې نړيوال پروازونه آپریټ كيږي۔خارجه وزير ووئيل هم دغه آئیډیا مونږ د میرپور هوائي ميدان لپاره وركړې، میرپور څخه 15 لکهه وګړي برتانيه كښې مېشته دي،بايد هغوي د دې هوائي ميدان اونرشپ واخلي،تر څو چې د زمكي خبره ده په هغې كښې به حكومت مرسته كوي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب خارجه وزير ووئيل د هند د اړخه د جنګ بندۍ زباني خلاف ورزی كيږي، پاتي الحمد للہ مونږ چمتو يو، پاکستان امن خوښے هېواد دے،مونږ په امناك ګاونډيتوب باور لرو،د دې ژوندے مثال دا دے چې اپریل كښې زه افغانستان ته تللے ووم او بيا جولائی كښې هم ملاقاتونه شوي او په 20 اګست بيا كابل ته تللے ووم۔ نائب وزیراعظم ووئيل ایران سره د پاکستان اړيكي قوي كيږي او د ایران پارلیمان كښې د تشکر پاکستان غږونه پورته كيږي دا ټول اقدامات د پاکستان په حق كښې دي ۔ نائب وزیراعظم ووئيل د هند ځيني سیاسی حلقو به بيانونو مونږ باور نه لرو او كه چا هم په نا سمه سترګو وكتل نو په زړه پورې ځواب به وركولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب نائب وزیراعظم ووئيل اوس په 26م آئیني ترمیم عمل كوو، 27م ترمیم ته ضرورت نشته۔ده ووئيل هېواد په سم پلو روان دے ، مستحکم دے، معیشت كښې ښه والے رامخې ته كيږي،هڅه كوو چې د وزیراعظم په مشرۍ كښې د هېواد جي ډي پی ګروتھ او ډویلپمنټ پلو پام لرنه وكړو او هيله لرو چې څه ډول د نواز شریف په مشرۍ كښې پاکستان د نړۍ 24م لويې معیشت جوړ شوے ؤ اوس به د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې نه يواځې هغه مقام ترلاسه كوو بلكه جی 20 هېوادونو كښې د شامليدو چمتوالے نيسوو










