د خارجه وزير اسحاق ډار د برطانيه پارلیماني انډر سیکرټري همیش فالکنر سره ملاقات

لندن 18 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ګل په ورځ د برطانيې د مينځني ختيز ، افغانستان او پاکستان لپاره پارلیماني انډر سېکرټري همېش فالکنر سره په فارن ٬ كامن وېلتھ اېنډ ډوېلپمنټ آفس (اېف سي ډي او) لندن كښې ملاقات كړے دے ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال د پاک - برطانيې اړيكو د بشپړ دائره …

لندن 18 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ګل په ورځ د برطانيې د مينځني ختيز ، افغانستان او پاکستان لپاره پارلیماني انډر سېکرټري همېش فالکنر سره په فارن ٬ كامن وېلتھ اېنډ ډوېلپمنټ آفس (اېف سي ډي او) لندن كښې ملاقات كړے دے ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال د پاک – برطانيې اړيكو د بشپړ دائره كار جاج واغستلے شو او ماحوليات ٬ سياسي ٬ اقتصادي او دوه اړخيزه اولسي همكارۍ ته پراختيا وركولو له د شريك عزم پخلے وكړے شو۔ دوئي په سيمه او نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اقتصادي اصلاحات لپاره د پاكستان عزم په ډاګه كړو۔ ملاقات كښې د مثبت رفتار جاج واخستلے شو او په شريكه توګه ګټه وره شراکت داري قوي كولو له د عزم پخلے وكړے شو ۔ ډلو په سيمه ايز او نړيوال پیشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده په سوئيلي آسيا كښې د امن او استحكام په شمول د سيمه ايز صورتحال په اړه د پاكستان په نقطه نظر هم رڼا واچوله۔ دوئي په خپلو خبرو كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د جمو وكشمير شخړې سوله ايز حل په اهميت هم زور راوړو۔ دواړو لارښودو د پاكستان او برطانيې د اړيكو مثبت انداز وستائېلو او د شريكې خوښی په څانګو كښې يۍ په روانه مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده دوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركولو او ستراتيجيكي مرستې له نوې لارې لټولو له په باقاعده توګه د اعلی كچ مصروفيات دوامداره ساتلو په اهميت هم زور راوړو

مزید خبریں