اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي د موسمياتي بدلون په سبب د اوبو د تندرونو پرېوتو صورتحال راپيدا كېږي ٬ ځپلو سيمو كښې د انفراسټركچر بحالۍ لپاره د كوم امتياز نه غېر صوبو سره په ګډه كار كوٶ٬ د ځپليو د زيانونو ازالې لپاره به بشپړه هڅې كوٶ۔ دا خبرې ده د وفاقي وزير عطاء تارړ او د اېن …
ځپلو سيمو كښې د انفراسټركچر بحالۍ لپاره د كوم امتياز نه غېر صوبو سره په ګډه كار كوٶ٬ د ځپلو د زيانونو ازالې لپاره به هڅې كوٶ۔ ډاكټر مصدق ملك

مزید خبریں
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي د موسمياتي بدلون په سبب د اوبو د تندرونو پرېوتو صورتحال راپيدا كېږي ٬ ځپلو سيمو كښې د انفراسټركچر بحالۍ لپاره د كوم امتياز نه غېر صوبو سره په ګډه كار كوٶ٬ د ځپليو د زيانونو ازالې لپاره به بشپړه هڅې كوٶ۔ دا خبرې ده د وفاقي وزير عطاء تارړ او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك سره ميډيا ته وكړې۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل وړومبے ځپلو كورنيو سره غمرازي كوم٬ د دې زيان خو كومه ازاله نشي كېدې خو وفاقي حكومت به د ځپلو بشپړه مرستې له هڅې كوي، كوم ځاے چې زيان شوے وفاقي حكومت به هلته رسي او د كومو خلقو چې ځاني او مالي زيان شوے د ھغوي بحالۍ لپاره به صوبائي واكمنو سره په ګډه د تفريق نه غېر كار كوي، ده ووئېل دا مهال هېواد قدرتي آفت سره مخ دے كومې لپاره چې به په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل په نريواله كچه چې كوم دومخيزه معيار دے ھغه هم افشا كوٶ٬ ماحول ته د زيان رسٶنكو كاربن ګيسونو په اخراج كښې زمونږ برخه د نړۍ په مقابل كښې ډېره كمه ده ۔ ده ووئيل د اېن ډي اېم اے په مرسته كوټلې تګلاره رامخئ ته كوٶ دغسې چې د وخت نه وړاندې اولس خبر كړے شي، صوبائي حكومتونو ته خواست دے چې د باراني خوړونو نه نزدې آبادۍ لرې كړي او دوي محفوظو ځايونو ته منتقل شي، د كومې مرستې لپاره چې وفاقي حكومت چمتو دے۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون په سبب زمونږ ګليشيئر په تندۍ سره ويلي كېږي چې په سبب ئې نه يوازې سږ كال بلكې په راتلونكي وخت كښې هم زيات خطر رامخې ته كېدې شي٬ په شمالي سيمو كښې چې كله غرونو څخه اوبه راشي نو د غرونو په لمن كښې كوزې سيمې ګلګت بلتستان، خېبر پښتونخوا، آزاد كشمير او د پېنډۍ او اسلام آباد خو اوشا سيمې به يې په زد كښې راځي۔ ده ووئيل ټولو اړوندو وزيرانو ته وزيراعظم امر كړے چې په سمدستي توګه د ځپلو سيمو دوره وكړي او د خلقو سره غمرازي او داد رسي وكړي ۔ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك ووئيل د وزيراعظم په امر اين ډي ايم اے صوبائي حكومتونو سره پرله پسې په تماس كښې ده، ځپلو له د مرستې سامان رسول او په ځپلو سيمو كښې د رېليف هلې ځلې روانې وي۔ ده ووئيل د مواصلات سيكرټري د وړاندې نه د جګلوټ سكردو روډ بيا رغونې او بحالۍ لپاره په ګلګت بلتستان كښې دے دغسې چې د سكردو رابطه ګلګت سره بيا بحال كړې شي او د اېن اېچ اے چيئرمېن په مالاكنډ ډويژن كښې دے دغسې چې هلته هم د سړكونو رابطې بحال شي










