درې اړخيزه ټي ټونټي سيريز او ايشيا كپ لپاره د پاكستان 17 كسيزه سكواډ اعلان كړے شو

لاهور۔17 اګست(اے پی پی) راروان درې اړخيزه سيريز به 29 اګست څخه تر 7 ستمبر په شارجه كركټ سټيډيم كښې كيږي په كوم كښې به چې د افغانستان ٬ پاكستان او كوربه متحده عرب امارات لوبډله شامله وي۔ په 8 لوبډلو مشتمل د اېشین کرکټ کونسل اېشیا کپ ټی ټونټی ټورنامنټ به 9 ستمر څخه 28 ستمبر په ابوظهبي او دبۍ كښې كيږي۔ په دې ټورنامنټ كښې پاكستان په ګروپ …

لاهور۔17 اګست(اے پی پی) راروان درې اړخيزه سيريز به 29 اګست څخه تر 7 ستمبر په شارجه كركټ سټيډيم كښې كيږي په كوم كښې به چې د افغانستان ٬ پاكستان او كوربه متحده عرب امارات لوبډله شامله وي۔ په 8 لوبډلو مشتمل د اېشین کرکټ کونسل اېشیا کپ ټی ټونټی ټورنامنټ به 9 ستمر څخه 28 ستمبر په ابوظهبي او دبۍ كښې كيږي۔ په دې ټورنامنټ كښې پاكستان په ګروپ اے كښې هند ٬ عمان او متحده عرب امارات سره اېښودلے شوے دے۔ د پي سي بي لخوا په اعلان كړې شوي 17 كسيزه سكواډ كښې سلمان علي كپتان غوره كړے شوے دے۔ په نورو لوبغاړو كښې ابرار احمد، فہیم اشرف، فخر زمان، حارث رؤف، حسن علی، حسن نواز، حسین طلعت، خوشدل شاہ، اېم حارث وکټ کیپر، اېم نواز، اېم وسیم جونیئر، صاحبزادہ فرحان، صائم ایوب، سلمان مرزا، شاهین شاہ آفریدی او صفیان مقیم شامل دے۔

مزید خبریں