بټګرام ٬ سېلاب كښې د حق رسېدلو شمېره د 10 نه زياته شوه٬ د نورو 18 لټون روان دے

پیښور۔ 15 اګست (اےپي پي) بټګرام كښې د سېلاب د لاسه د حق رسېدلو كسانو شمېره 10 ته رسېدلې ده او د 18 بې دركه كسانو لټون لا روان دے۔ د رېسكيو 1122 بټګرام تر مخه په بټكرام كښې په نيل بند نومې كلي كښې په سېلاب كښې د لاهو شوو كسانو شمېره 10 ته رسېدلې دغسې د 18 نورو بې دركه كسانو لټون روان دے۔ د اسستنټ كمشنر بټګرام …

پیښور۔ 15 اګست (اےپي پي) بټګرام كښې د سېلاب د لاسه د حق رسېدلو كسانو شمېره 10 ته رسېدلې ده او د 18 بې دركه كسانو لټون لا روان دے۔ د رېسكيو 1122 بټګرام تر مخه په بټكرام كښې په نيل بند نومې كلي كښې په سېلاب كښې د لاهو شوو كسانو شمېره 10 ته رسېدلې دغسې د 18 نورو بې دركه كسانو لټون روان دے۔ د اسستنټ كمشنر بټګرام سليم خان تر مخه نيل بند كلے كوم چې د بټګرام او مانسهره په پوله پروت دے تېره شپه د تندر پرېوتلو څخه 5 كورونه ړنګ شول چې په نتيجه كښې يې سېلابي صورتحال راپېدا شو ۔ د سېلاب نه په شملائۍ مندروالي سيمه كښې تر اوسه د 10 كسانو مړي راويستلې شوي او د نورو لټون لپاره رېسكيو 1122 ٬ پوليس ٬ مقامي رضاكار او اولس د مرستې په ھلو ځلو كښې بوخت دي۔

مزید خبریں