کوئټه۔14اګست(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې د بلوچستان اولس په هر سخت وخت كښې د هېواد دفاع كړے او كوي به٬ ګوادر څخه تر ژوب او په ټوله صوبه كښې د آزادۍ جشن جوش او جذبې سره لمانځلې شي٬ ژوندي قامونه هم داسې خپل قامي اخترونه لمانځي٬ يو موټے ترهګر روايات لمينځه وړي٬ د بې ګناه مېرمنو ٬ كوچنيانو او مسافرو په نخښه كول …
د بلوچستان اولس په هر سخت وخت كښې د هيواد دفاع كړې او كوي به : د بلوچستان وزير اعلی مير سرفراز بګټي

مزید خبریں
کوئټه۔14اګست(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې د بلوچستان اولس په هر سخت وخت كښې د هېواد دفاع كړے او كوي به٬ ګوادر څخه تر ژوب او په ټوله صوبه كښې د آزادۍ جشن جوش او جذبې سره لمانځلې شي٬ ژوندي قامونه هم داسې خپل قامي اخترونه لمانځي٬ يو موټے ترهګر روايات لمينځه وړي٬ د بې ګناه مېرمنو ٬ كوچنيانو او مسافرو په نخښه كول د قبائلي اقدار په ضد عمل دے٬ د ترهګرۍ ختمولو له به پارليمنټ له د لارښودنې كردار ترسره كول وي٬ د بلوچستان اولس تل ترهګر مسترد كړي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان اسمبلۍ په سبزه زار كښې د پاكستان 78 مې آزادۍ ورځې په موقع د بېرغ هسك كولو دستورې ته خطاب كښی وكړه۔ په دې موقعه د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر کېپټن(ر) عبدالخالق اچکزئی ، د مخالفې ډلې مشر میر یونس عزیز زهری ،صوبائی وزيران ٬ چیف سېکرټری بلوچستان شکیل قادر خان او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ وزيراعلی مير سرفراز بګټي په خپل خطاب كښې ووئيل دا ورځ ډېره زياته مهمه دې ٬ دې لپاره زمونږ مشرانو سترې قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل يو داسې دښمن كوم چې زمونږ نه 7 چنده زيات لوے دے خپل تكبر سره په مونږ بريد وكړو خو زمونږ مېړنو ځواكونو چې په كوم ډول هغوي ته خله ماتې ځواب وركړو په هغې پاكستانے قام د مباركۍ مستحق دے۔ ده ووئيل د بلوچستان اولس لخوا د صدر مملكت آصف علي زرداري ٬ وزيراعظم شهباز شريف ٬ پاك پوځ او فيلډ مارشل عاصم منېر مننه كومو چې دجنګ په مهال مړانې او بصيرت سره د يووالي څرګندونه وكړه چې امله يۍ ټول قام يو موټے شو او پاكستان ته فتح ترلاسه شوه په دې د بلوچستان اولس ټولو پاكستاني ورونړو ته مباركي وركولو سره دوئي ته دا باور وركوي چې په پاكستان كه هر كاله سخت راغې نو ددې ځايې اولس به يو انچ هم وروستو پاتے نه شي۔ ده ووئيل پارلیمنټ ٬ علماﺀ كرامو او هر مكتب فرك سره تعلق لرونكو له به راوړاندې كېدو سره د ترهګرۍ په ضد اودرېدل وي۔ ده ووئيل زمونږ مېړني پوځونه ٬ پوليس او ليويز امن په ځاې كولو له قربانۍ وركوي او هغه ورځې لرې نه ده ډې منطقه كښې به د امن لمر بشپړه پلوشو سره څرګند شي











