اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید محمد یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي ځوانان د قام روښانه سباؤن دے، پاکستانو ځوانانو د لوبو، تعلیم، سائنس، ټیکنالوجی او په نورو څانګو كښې خپل صلاحیتونه آزمائيلي دي۔د سېنېټ سیکرټریټ د اړخه جاري شوې بیان له مخې ده د ځوانانو نړيوالي ورځ په موقع په پیغام كښې د ټولي نړۍ او په خاص توګه پاکستانو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې …
پاکستان, ځوانانو د لوبو، تعلیم، سائنس، ټیکنالوجی او په نورو څانګو كښې خپل صلاحیتونه آزمائيلي دي ۔ د سېنېټ چیئرمېن د ځوانانو نړيوالي ورځ په موقع پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید محمد یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي ځوانان د قام روښانه سباؤن دے، پاکستانو ځوانانو د لوبو، تعلیم، سائنس، ټیکنالوجی او په نورو څانګو كښې خپل صلاحیتونه آزمائيلي دي۔د سېنېټ سیکرټریټ د اړخه جاري شوې بیان له مخې ده د ځوانانو نړيوالي ورځ په موقع په پیغام كښې د ټولي نړۍ او په خاص توګه پاکستانو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پاکستان آبادۍ نزدې 60 فیصده په ځوانانو مشتمل ده كوم چې د هېواد تر ټولو لوئ طاقت او د پرمختګ ضمانت دے ، تعلیم، جدید سائنسي علوم او ټیکنالوجی د لارې ځوانان د هېواد په پرمختګ كښې په زړه پورې كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل د پاکستان ځوانانو د لوبو، تعلیم، سائنس، ټیکنالوجی او په نورو څانګو كښې خپل صلاحیتونه آزمائېلي دي او د هېواد او قام نامه ئې په نړۍ كښې روښانه كړې ده ۔د سېنېټ چیئرمېن په ځوانانو زور راوړو چې د قائداعظم محمد علی جناح او علامه محمد اقبال په وژن عمل كولو سره د هېواد خذمت د خپل ژوند مقصد جوړ كړئ۔ده ووئيل ځوانان خپلواكه كول،دوي له يو برابر موقعې وركول او د مسئلو حل كښې شريك كيدل زمونږه قامي ذمه واري ده،د ځوانانو تخلیقی صلاحیتونه او توانائي د پاکستان د روښانه سباؤن ضمانت دے۔









