ګلګت ٬ د سيلاب ځپلې دينور نالې بحالۍ كار په مهال د خاورو كمر راپريوتو پيښه ٬ 8 كسان مړه ٬ يو شمير ژوبل

ګلګت۔11اګست(اے پی پی) د ګلګت د سيلاب ځپلې دينور نالې بحالۍ كار په مهال د خاورو كمر راپريوتو پېښې په نتيجه كښې لږ تر لږ 8 رضا كار په حق رسېدلي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د ريسكيو ذريعو له مخې رضاكارو د اوبو بهير بحالولو له ناله سموله چې په دغه مهال د خاورو كمر د راپريوتو له امله د ملبې لاندې ګېر شول۔ د پېښې اطلاع …

ګلګت۔11اګست(اے پی پی) د ګلګت د سيلاب ځپلې دينور نالې بحالۍ كار په مهال د خاورو كمر راپريوتو پېښې په نتيجه كښې لږ تر لږ 8 رضا كار په حق رسېدلي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د ريسكيو ذريعو له مخې رضاكارو د اوبو بهير بحالولو له ناله سموله چې په دغه مهال د خاورو كمر د راپريوتو له امله د ملبې لاندې ګېر شول۔ د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره په ټولو روغتونونو كښې بېړنے حالت په ځايې كړے شو٬ ټوله اېمرجنسي عمله او ډاكټران طلب كړې شول او آپرېشن تھېټرز ته ټولې ضروري دويانې ورسولې شوې۔ په پېښه كښې 8 كسان په حق رسېدلي۔ درې كسان زيات ژوبل شوي دي او دوه نور معمولي ټپيان شوي دي۔

مزید خبریں