اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره پاكستان كښې د ترکيه ادارې ترکش کوآپريشن اينډ کوآرډينيشن اېجنسۍ (ټي آئي کے اے) مشر صالحه تنه د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع د ادارې لخوا په پاكستان كښې د جاري هلو ځلو او د سباٶن په منصوبو تفصيلي بريفنګ وركړو۔ خېبرپښتونخوا هاٶس اسلام آباد څخه د جاري …
ګورنر فيصل کريم کنډي سره د ترکيه د ټي آئي کے اے ادارې مشر صالحه تنه وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره پاكستان كښې د ترکيه ادارې ترکش کوآپريشن اينډ کوآرډينيشن اېجنسۍ (ټي آئي کے اے) مشر صالحه تنه د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع د ادارې لخوا په پاكستان كښې د جاري هلو ځلو او د سباٶن په منصوبو تفصيلي بريفنګ وركړو۔ خېبرپښتونخوا هاٶس اسلام آباد څخه د جاري بيان له مخې ګورنر فېصل کريم کنډي ووئيل تركيه او پاكستان د اسلامي ورورولۍ او دوستۍ په قوي رشته تړلې شوي دي ۔ د هلال احمر خېبرپښتونخوا او د ټي آئي کے اے د همكارۍ په حواله دې وړاندېز راولېږلے شي دغسې چې د دې په رڼا كښې فلاحي هلې ځلې پېل كړې شي٬ ګورنر د ټي آئي کے اے مشر ته د پېښور دورې بلنه هم وركړه۔











