د کوئټه سول هسپتال د بريد شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي ۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ

کوئټه 08 اګست (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی د 8 اګست 2016 پېښې شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي دا ورځ مونږ ته د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد د وكيلانو ځانګړۍ قربانۍ رايادوي۔ده ووئيل د کوئټه سول روغتون بريد شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي او زمونږ حکومت به د شهيدانو د ويني په حرمت هيڅ ډول سمجھوته نه كوي۔ …

کوئټه 08 اګست (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی د 8 اګست 2016 پېښې شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي دا ورځ مونږ ته د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد د وكيلانو ځانګړۍ قربانۍ رايادوي۔ده ووئيل د کوئټه سول روغتون بريد شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي او زمونږ حکومت به د شهيدانو د ويني په حرمت هيڅ ډول سمجھوته نه كوي۔ وزیراعلیٰ ووئيل د شهيدانو وارثان به يواځې نه پرېښودلې كېږي او د هغوي د حقونو به په هره كچه دفاع کولې شي۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د امن دښمنانو ناوړه عزائم به د ټول قام په اتحاد سره خاورې كولې شي۔د بلوچستان بار او وکيلانو ورورولۍ قربانۍ د جمهوري اقدارو سر لوړۍ له يو روښانه مثال دے۔بلوچستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وړومبي صف كردار ترسره كوي۔میر سرفراز بګټی ووئيل پېښه كښې د وكيلانو ورورولۍ محافظو قرباني وركړي۔ حکومت د دې پېښې د شهيدانو د بچو سره ولاړ دے دغسې چې هغوي په خپلو پېښو اودريږي۔(

مزید خبریں