د بنو په پولیس چوکۍ د ترهګرو بريد ٬ ځوابي كاروائي روانه ده

پېښور 07 اګست (اے پي پي) په بنو كښې په "خوني خېل پولیس چوکۍ" ترهګرو د شپې ناوخته بريد كړے دے او د هغوي په ضد د پوليس او ځائي وګړو لخوا مشتركه ځوابي كاروائي روانه ده۔ پولیس له مخې د بنو د وزير تهاڼې په حدود كښې په خوني خېل پوليس چوكۍ د ترهګرو د بريد خلاف سخته ځوابي كاروائي روانه ده٬ ځائي وګړو هم د غېر معمولي جرات …

پېښور 07 اګست (اے پي پي) په بنو كښې په “خوني خېل پولیس چوکۍ” ترهګرو د شپې ناوخته بريد كړے دے او د هغوي په ضد د پوليس او ځائي وګړو لخوا مشتركه ځوابي كاروائي روانه ده۔ پولیس له مخې د بنو د وزير تهاڼې په حدود كښې په خوني خېل پوليس چوكۍ د ترهګرو د بريد خلاف سخته ځوابي كاروائي روانه ده٬ ځائي وګړو هم د غېر معمولي جرات مظآهره كولو سره پوليس سره څنګ په څنګ د ترهګرو په ضد مورچې نيولې دي٬ د ډزو كاروائي اوس هم روانه ده د بنو ضلعي پوليس افيسر سلیم عباس کلاچي پوليس سره سره د ځائي وګړو جرات او د بشپړه مرستې په غوره ټكو ستائنه كړې ده

مزید خبریں