اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د اتلسم بدلون نه وروستو د فلم درآمد او د سرټيفيکيشن په حواله ستونزې موجود دي٬ پي ټي وي سپورټس د ايشيا کپ د دوو كالو رائټس ترلاسه كړي دي، د پي ټي وي هوم په آٶټ سورس كولو كار روان دے، پي ټي وي ورلډ بيا د سره فعالول او جديدو تقاضو …
دعدم برداشت خاتمې لپاره به مونږ له معياري تفريح ته وده وركولو ته پام لرنه كول وي٬ خبريالانو سره زړه رشته لرو ، بايد خبريالانو سره د كېدونكې ناانصافۍ ازاله اوشي۔ د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ د اطلاعات او خپرونو د سينېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د اتلسم بدلون نه وروستو د فلم درآمد او د سرټيفيکيشن په حواله ستونزې موجود دي٬ پي ټي وي سپورټس د ايشيا کپ د دوو كالو رائټس ترلاسه كړي دي، د پي ټي وي هوم په آٶټ سورس كولو كار روان دے، پي ټي وي ورلډ بيا د سره فعالول او جديدو تقاضو سره سم ري ويمپ كوٶ، خبريالانو سره زړه رشته لرو ٬ بايد خبريالانو سره د كېدونكې ناانصافۍ ازاله اوشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ اطلاعات او خپرونو لپاره د سينېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې كړې۔ د غونډې مشري د كمېټۍ چيئرمېن سينيټر علي ظفر كوله٬ په غونډه كښې د موشن پکچر (بدلون) بل 2024ء، د خبريالانو تحفظات، د پيکا ايکټ له مخې د درج مقدمو٬ د پي ټي وي او د راډيو پاکستان ملازمينو د تنخواګانو او پنشنز د ادائيګۍ مسئلو پشمول په اېجندا شاملو نورو چارو بحث وشو۔ د موشن پکچر (بدلون) بل 2024ء په اړه كمېټۍ ته وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل د هر فلم سرټيفيکيشن لپاره ضروري عوامل وي، كه هر ځل کابينه نوے سينسر بورډ تشکيلوي نو په دې اوږد بحث كېږي ٬ چې ورسره به زمونږ د فلم انډسټرۍ معاملې د ځنډ سره مخ شي۔ ده ووئيل د وفاقي حکومت کردار يوازې تر فلم درآمد كولو محدود دے او صوبې د خپلې قانون سازۍ له مخې سرټيفيکيشن کوي، په دې لړ كښې صوبو سره کوآرډينيشن ضروري دے۔ ده ووئيل د پاكستان فلمونو د كانادا پشمول يو شمېر هېوادونو كښې ريکارډ بزنس كړے دے٬ وزارت د داسې فلمونو ډاډګيرنه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل دعدم برداشت خاتمې لپاره به مونږ له معياري تفريح ته وده وركولو ته پام لرنه كول وي دغسې چې په ټولنه كښې مثبت رويې وده اومومي ٬ په دې موقع کميټۍ د سينسر بورډ ايجنډې منظوري وركړه ۔ په غونډه كښې سينيټرز عرفان صديقي، پروېز رشيد، جان محمد بليدي، سرمد علي، سيد وقار مهدي، او د اطلاعات او خپرونو سيکرټري عنبرين جان، ايډيشنل سيکرټري اشفاق خليل سره سره د وزارت نورو چارواكو ګډون وكړو۔








