اسلام آباد۔06 اګست(اے پی پی)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب كھچي د قامي ژبې د ودې ادارې (اداره فروغ قومي زبان ) دوره كړې ده ۔ډائرېكټر جنرل ډاكټر محمد سليم مظهر٬افسرانو د وفاقي وزير هركلے وكړو۔ د قامي ورثه او كلتور وزارت لخوا د جاري اعلاميې له مخې د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي د ادارې لائبريري٬خطاطي٬اشاعت او نورو څانګو جاج واخست او د …
د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي د اداره فروغ قومي زبان دوره

مزید خبریں
اسلام آباد۔06 اګست(اے پی پی)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب كھچي د قامي ژبې د ودې ادارې (اداره فروغ قومي زبان ) دوره كړې ده ۔ډائرېكټر جنرل ډاكټر محمد سليم مظهر٬افسرانو د وفاقي وزير هركلے وكړو۔ د قامي ورثه او كلتور وزارت لخوا د جاري اعلاميې له مخې د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي د ادارې لائبريري٬خطاطي٬اشاعت او نورو څانګو جاج واخست او د ادارې پيشه وره هلې ځلې يې د ستائنې وړ وګرځولې۔ډاكټر محمد سليم مظهر د ادارې تحقيقي٬اشاعتي او په كلتوري هلو ځلو رڼا واچوله او هغه ته يې ووئيل تراوسه ادارې د 750 نه زيات كتابونه شائع كړي د كومو چې دننه هېواد او بهر هېوادونو علمي او ادبي حلقو كښې بشپړه ډاډګيرنه شوې ده ۔ايګزيكټو ډائرېكټر ډاكټر راشد حميد او محبوب خان بګټي د روانو او راتلونكو پروژو په اړه وفاقي وزير له بريفنګ وركړو۔په دې موقع د ادارې لخوا وفاقي وزير ته د ادارې په دې وروستيو كښې چاپ كتاب”اردو لغت د “(تاريخي اصولو )سووينئر وړاندې كړو۔دغسې وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي د ادارې په انګڼ كښې يادګاري بوټې هم نال كړو۔








