اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي ايف آئي اے د بحريه ټاٶن کرپشن کيس كښې د يو ارب 12 كروړه روپو د مني لانډرنګ ناقابل ترديد شواهد ترلاسه كړي٬ سفاري هسپتال د مني لانډرنګ لپاره د فرنټ آفس په توګه د كارېدو او رېكارډ او د کيش ترسيل د ايمبولينس د لارې كېدو٬ دا يو منظم كرپشن نېټ ورك …
ايف آئي اے د بحريه ټاٶن کرپشن کيس كښې د يو ارب 12 كروړه روپو د مني لانډرنګ شواهد ترلاسه كړي ٬ د غېر قانوني ذريعو د لارې اربونه روپۍ بهر هېواد ته منتقل كړې شوې۔ عطاء تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي ايف آئي اے د بحريه ټاٶن کرپشن کيس كښې د يو ارب 12 كروړه روپو د مني لانډرنګ ناقابل ترديد شواهد ترلاسه كړي٬ سفاري هسپتال د مني لانډرنګ لپاره د فرنټ آفس په توګه د كارېدو او رېكارډ او د کيش ترسيل د ايمبولينس د لارې كېدو٬ دا يو منظم كرپشن نېټ ورك ٶ چې په سبب ئې غېر قانوني طريقې سره اربونه روپۍ بهر هېواد ته منتقل كړے شوي ۔ د شورو په ورځ خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د بحريه ټاٶن کرپشن کېس په تحقيقات كښې لويې پېشرفت رامخې ته شوے٬ دا كاروائي د اېف آئي اے د جاري تحقيقات برخه وه چې پكښې د چهاپو د لارې شواهد او دستاويزات جمع كېږي٬ دا رېكارډ په ټول ټرانزيکشنز كښې د هنډۍ او د حوالې غير قانوني طريقې ثابتوي، دا رېكارډ په روغتون كښې دې لپاره ساتلے شوے ٶ چې څوك شك ونه كړي او ډېر په چالاكۍ سره هسپتال د فرنټ آفس په توګه استعمال كړے شي ۔ وفاقي وزير ووئيل د چهاپې په مهال د بحريه ټاٶن کرنل(ر) خليل په حراست كښې اخستلے شوے، د دې نه علاوه عمران او قېصر نومې كسان كومو چې د هنډۍ او حواله نيټ ورك چلوٶ٬ د بحريه ټاٶن چيف فنانشل آفيسر عامر رشيد او ډائريکټر فنانس شاهد قرېشي سره د روابطو شواهد هم ترلاسه كړې شوي ٬ د دې نه وړاندې هم كېسونه شته، دا د مني لانډرنګ لويې نېټ ورك ؤ ٬ چې په سبب ئې د پاكستان نه بهر زياتې روپۍ منتقل كېدلې ۔ ده ووئيل د نورو روپو د منتقلۍ انكشاف هم متوقع دے، دا د تحقيقات پېل دے٬ چې پكښې د ملك رياض او د بحريه ټاٶن په ضد دا شواهد او ثبوتونه رامخې ته شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل اېف آئي اے ټول شواهد په قبضه كښې اغستي۔ ده ووئيل د روغتون دننه موجود سيټ اپ د دې خبرې غمازي كوي چې څنګه د يو ميګا کرپشن سکينډل د لارې هېواد ته معاشي زيان رسولے كېدو٬ دا په اربونو روپۍ په غېرقانوني طريقه بهر لېږلې كېدې۔ ده ووئيل څنګه چې اېف آئي اے چهاپه اووهله نو د بحريه ټاٶن اهلکارو د رېكارډ سوځولو هڅه وكړه ٬ ځېنې رېكارډ سوځېدلے خو زياتره رېكارډ ادارې قبضه كړے دے۔ ده ووئيل پوښتنه دا ده كه دا رېكارډ غېر قانوني نه ٶ او په روغتون كښې غېر قانوني هڅې نه كېدې نو د دې د سوځولو ضرورت ولې رامخې ته شو؟ دا عمل د ملك رياض، بحريه ټاٶن انتظاميه او د دوي د ټول ګروپ جرم ثابتوي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل د اېف آئي اے په تحقيقات كښې نور پېشرفت روان دے٬ نور انكشافات متوقع دي ۔ ده ووئيل په دې ناوړه دنده كښې د اربونو روپو مېګا كرپشن شوے دے٬ دا هر څه د قام په وړاندې موجود دي٬ دا هر څه دا ثابتوي چې ملك رياض او بحريه ټاٶن هنډۍ او د حواله د لارې د اربونو روپۍ د هېواد نه بهر لېږلې كوم چې جرم دے او په دې كښې كرپشن هم ثابت دے، وخت سره سره به نور تفصيلات اولس ته ورمخئ ته شي۔ ده ووئيل د فرانزك آډټ نه وروستو به دستاويزات څخه نور شواهد رامخې ته شي۔ وفاقي وزير ووئيل دا كسان د ځان نه مظلومان جوړوي خو په اصل كښې دوي هېواد ته د اربونو روپو زيان رسولے دے او اوس به دوي له په هره كچه ځواب وركول وي۔ ده ووئيل كوم كسان چې مفروران دي د ھغوي لوکيشنز ته هم اېف آئي اے رسي٬ ده ووئيل دا خبره ثابت ده چې ملك رياض او بحريه ټاٶن ګروپ کرپشن، غير قانوني هلو ځلو او په مني لانډرنګ كښې نېغ په نېغه ملوث دي۔ ان شاء الله انصاف به خامخا كېږي۔ عطاء تارړ ووئيل د بحريه ټاٶن مېشته خلقو ته هېڅ خطر نشته٬ د دوي حقونه خوندي دي٬ دا كاروائۍ يوازې د ملك رياض، بحريه ټاٶن آفيشلز او د كورنيو ھغه كسانو په ضد دي څوك چې په غېر قانوني هلو ځلو كښې لاس لري۔








