اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستاني امېګريشن ٬ بهر هيوادونو كښې د روزګار او ټيكنيكل٬ ووكيشنل ايجوكيشن اينډ ټريننګ پاليسۍ جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د وطن پرېښودونكې كميونټي خېر ښېګړه د پالېسۍ مهمه ستن وګرځولې شوه۔ د نائب وزیراعظم آفس لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې اوورسیز پاکستانیز او د هیومن ریسورس …
د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستاني امېګريشن ٬ بهر هيوادونو كښې روزګار او د ټيكنيكل ٬ ووكيشنل ايجوكيشن اينډ ټريننګ پاليسۍ جاج اغستو غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستاني امېګريشن ٬ بهر هيوادونو كښې د روزګار او ټيكنيكل٬ ووكيشنل ايجوكيشن اينډ ټريننګ پاليسۍ جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د وطن پرېښودونكې كميونټي خېر ښېګړه د پالېسۍ مهمه ستن وګرځولې شوه۔ د نائب وزیراعظم آفس لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې اوورسیز پاکستانیز او د هیومن ریسورس ډوېلپمنټ (او پی اېنډ اېچ آر ډی) وزارت په نړيواله كچه د هنر مند افرادي قوت برآمدات زياتولو له د هېواد پرېښودلو رجحانات او د نوې موقع جاج وړاندې كړو۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير د معياري هنر په پرمختګ كښې د سرمایه کارۍ، نوو څانګو او د منزلونو لټون او د پاكستان بشري صلاحيتونه د نړيوال ماركيټ ضرورت له مخې كولو په حاجت زور راوړو۔ د دې هڅو مقصد ترسيلات زر زياتول ٬ بهر هېوادونو كښې د روزګار موقعې پراخه كول او د پاكستان نړيوال مسابقت زياتول دي۔ په غونډه كښې د اوورسيز پاكستانيانو او د روغتيا وزيرانو ٬ د وزيراعظم خصوصي مرستيال طارق باجوه ٬ د كابينې او سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي سېكرټري او د خارجه وزارت په شمول د نورو اړوندو ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړ








