د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د جاپان سفير آكاماتسو شويچي ملاقات٬ په ورلډ ايكسپو 2025 كښې ګډون لپاره د جاپان دورې بلنه

اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د شورو په ورځ پاكستان كښې د جاپان سفير آكاماتسو شويچي ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال جاپاني سفير هارون اختر خان ته په رسمي توګه په ورلډ اېكسپو 2025ﺀ كښې د ګډون كولو لپاره د جاپان دورې بلنه وركړه چرته به چې هغه په پاكستاني پوېلين كښې د پاكستان نمائندګي كوي او …

اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د شورو په ورځ پاكستان كښې د جاپان سفير آكاماتسو شويچي ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال جاپاني سفير هارون اختر خان ته په رسمي توګه په ورلډ اېكسپو 2025ﺀ كښې د ګډون كولو لپاره د جاپان دورې بلنه وركړه چرته به چې هغه په پاكستاني پوېلين كښې د پاكستان نمائندګي كوي او د هېواد كلتوري ورثه به په ډاګه كوي۔ خاص مرستيال هارون اختر خان به د خپلې دورې په مهال د جاپان د خارجه وزير په شمول نورو اعلی حكومتي چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې هارون اختر خان ووئيل دا دوره به د پاكستان او جاپان دوه اړخيزه اړيكو له مضبوطولو كښې يو مهم ګام ثابت شي۔ ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې مونږ نوې انډسټریل پالیسي او نیو انرجی وهیکل پالیسي معارفي كوو چې مقصد يۍ سرمايه كارۍ ته وده وركول او كاروباري آسانۍ رامخې ته كول دي۔ هارون اختر به د روانې مياشتې په 12 مه نېټه د جاپان په سركاري دوره روانېږي

مزید خبریں