اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د 9 مئي مقدمو كښې سزاګانې د يو قانوني عدالتي عمل نتيجه ده٬ په دې كښې حكومت هېڅ كردار نه لري۔ د شورو په ورځ د بيرسټر ګوهر علي خان د نكتې په ځواب ده ووئيل يو ځل چې كله يو كېس د ټرائل پړاٶ ته ورسي نو دا د عدالت …
د 9 مئي مقدمو كښې سزاګانې د يو قانوني عدالتي عمل نتيجه ده٬ په دې كښې حكومت هېڅ كردار نه لري۔ وفاقي وزير سېنيټر اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د 9 مئي مقدمو كښې سزاګانې د يو قانوني عدالتي عمل نتيجه ده٬ په دې كښې حكومت هېڅ كردار نه لري۔ د شورو په ورځ د بيرسټر ګوهر علي خان د نكتې په ځواب ده ووئيل يو ځل چې كله يو كېس د ټرائل پړاٶ ته ورسي نو دا د عدالت كار وي چې ھغه كاروائي او پرېكړه وكړي۔ ده ووئيل دا يو قانوني عمل دے٬ كه اعتراض وي نو دې لپاره هم فورم عدالت دے٬ ده په دې لړ كښې د جمشيد دستي د کېس حواله وركړه كوم كښې چې د تشکيل شوي بنچ په ضد د پورته كړے شوو اعتراضونو باوجود لاهور هائي كورټ دلائل واورېدل او عبوري ريليف يې وركړو۔ ده ووئيل دا ډول اصول په موجوده مقدمو لاګو كېږي او كه د آرټيکل 63(جي) او (اېچ) په څېر آئيني دفعات تشريح ته اړتيا وي نو د دې تعين به الېكشن كمېشن او عدالتونه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل په پوځداري قانون كښې جلا جلا ټرائل كېدے شي كه په هره معامله كښې نتيجې يا شركت مختلف وي۔ ده د پخوانو وزيراعظمانو په اړه د مقدمو د مثالونو هم تذكره وكړه په كومو كښې چې جلا جلا معاملو لپاره يو شمېر ريفرنسز دائر كړے شوي۔ ده زياته كړه چې پخوانے وزيراعظم نواز شريف په داسې مقدمو كښې عدالتونو ته د قانون له مخې وړاندې شوے٬ پارلمان د جاري مقدمو په اړه د پرېكړې كولو فورم نه دے، آئيني فريم ورك كښې د عدالتي آزادۍ احترام ضروري دے۔ ده ووئيل زمونږ ذمه داري د قانون سازۍ عمل بهتر كول او په ايوان كښې سازګار ماحول باوري كول دي








