قامي اسمبلۍ فلسطين سره د يووالي څرګندونې لپاره قرارداد منظور كړو

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو د زيات شوي جارحيت غندنه او د فلسطين اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونې لپاره قرارداد منظور كړے دے۔ د شورو په ورځ د قامي اسبملۍ غونډه كښې د پيپلز پارټي غړې شازيه مري ياد قرارداد وړاندې كړو كوم چې ايوان په مكمل ملاتړ منظور كړو۔ د قرارداد په متن كښې وئيلي شوي دا ايوان د …

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو د زيات شوي جارحيت غندنه او د فلسطين اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونې لپاره قرارداد منظور كړے دے۔ د شورو په ورځ د قامي اسبملۍ غونډه كښې د پيپلز پارټي غړې شازيه مري ياد قرارداد وړاندې كړو كوم چې ايوان په مكمل ملاتړ منظور كړو۔ د قرارداد په متن كښې وئيلي شوي دا ايوان د فلسطين اولس او د هغوي آزادۍ، عزت او په انصاف اډانه هلو ځلو لپاره د پاکستان د تاريخي او غير متزلزل مرستې پخلے كوي٬ په قرارداد كښې د غزه پټي كښې د اسرائيل د جاري بريدونو، د عامو وګړو په شهادت٬ د كورونو او بنيادي ودانيو په ويجاړولو او په بشري بحران د تشويش څرګندونه وشوه۔ په قرارداد كښې د اسرائيلي چارواكو لخوا په غزه د قبضې، د جبري بې دخلۍ او د فلسطينيانو شناخت ختمولو لپاره د اوسنو بيانونو او د اقدامات سخته غندنه وشوه ۔ ايوان د ښاريو پشمول روغتونونه ، سکولونه، د عبادت ځايونه او د كډوالو د كېمپونو په نخښه كول او د بشري مرستې په لاره كښې د خنډانو رامخې ته كول د بشري حقونو نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي وګرځوله ۔ قرارداد كښې د قحط، محاصرې او د اجتماعي سزاګانو په څېر ظلمونه جنګي جرائم ګرځولو سره ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وشوه چې ھغوي خپلې اخلاقي او قانوني ذمه وارۍ ترسره كولو سره په سمدستي او موثره توګه اقدامات وكړي دغسې چې په غزه كښې اسرائيلي جارحيت ختم شي،د وګړو د ځان او مال تحفظ دې باوري كړې شي او بشري مرسته دې د كوم خنډ نه غېر رسول ممكنه كړې شي٬ قابض رياست دې جنګي جرائمو او د انسانيت په ضد جرائمو له ځواب وركوٶنكې وګرځولے شي، د فلسطين وګړو سره دې د انصاف او خپلواكۍ حق په هلو ځلو كښې بشپړه ملاتړ وكړې شي۔ غونډې په حكومت زور راوړو چې حكومت دې د ملګرو ملتونو٬ او آئي سي او په نورو فورمونو د فلسطينيانو ملاتړ له خپل غږ پورته اوساتي او خپلې سفارتي، اخلاقي مرستې ته دې پراختيا وركړي۔ په قرارداد كښې د غزه مېړني او ثابت قدمه اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونې كولو سره ووئيل شول د پاكستان قام د فلسطيني کاز سره پوخ ولاړ دے او دا ملاتړ به تر ھغې روان وي تر څو چې فلسطينيانو ته بشپړ انصاف او د هغوي جائز حقونه ترلاسه شوي نه وي

مزید خبریں