د بحالۍ مزل كښې د بلوچستان سېلاب ځپليو لپاره 5 زره كورونه جوړ شول ٬ 27 زره لا جوړېږي

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) حکومت په بلوچستان كښې د سېلاب ځپلو كورنيو بحالۍ لپاره مهم پېشرفت كولو سره 5 زره كورونه جوړول مكمل كړي او د 27 زره جوړولو كار په تندۍ سره روان دے ٬ دا پېشرفت د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت له مخئ د روان "بلوچستان هاؤسنګ ريکنسټرکشن پروګرام" برخه دے كوم چې موسمياتي بدلون څخه ځپلو شوو طبقو ته خوندي٬ تل پاتې او …

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) حکومت په بلوچستان كښې د سېلاب ځپلو كورنيو بحالۍ لپاره مهم پېشرفت كولو سره 5 زره كورونه جوړول مكمل كړي او د 27 زره جوړولو كار په تندۍ سره روان دے ٬ دا پېشرفت د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت له مخئ د روان “بلوچستان هاؤسنګ ريکنسټرکشن پروګرام” برخه دے كوم چې موسمياتي بدلون څخه ځپلو شوو طبقو ته خوندي٬ تل پاتې او د عزت استوګنه وركول باوري كوي۔ بلوچستان هاؤسنګ ريکنسټرکشن يونټ كومه چې د دې منصوبې د نګرانۍ اداره ده ځائي كمېونټيز سره په مشاورت، سپېځلېتيا او د جديد تعميراتي اصولو له مخئ په لويه كچه دا كار ممكن كړے دے٬ د يونټ د هلو ځلو په سبب ځپلو سيمو كښې نه يوازې كورونه جوړېږي بلكې په رياستي ادارو د اولس په اعتماد كښې هم اضافه كېږي ۔ د منصوبه بندۍ وزارت وياند له مخې دا منصوبه د وفاقي وزير احسن اقبال په امر پېل شوې وه چا چې د بحالۍ عمل د انساني وقار٬ سپېځلتيا او د تل پاتي اصولو سره په تړلو زور راوړے دے۔

مزید خبریں