اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د جناح ميډيکل کمپليکس په جوړولو كښې د سپيشلائزډ هيلتھ کئير نړيوال معيار رامخې ته كولو سره وئيلي دي دا روغتون به د آزاد کشمير او ګلګت بلتستان پشمول د څلورو واړو صوبو رنځورانو لپاره د نړيوال معيار روغتون وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د جناح ميډيکل کمپليکس د جوړولو د پېشرفت جاج اخستو لپاره د شورو …
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه٬ د جناح ميډيکل کمپليکس جوړولو د پېشرفت جاج واغستلے شو٬ په تعميراتي كار كښې د سپيشلائزډ هيلتھ کئير نړيوال معيار ساتلو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د جناح ميډيکل کمپليکس په جوړولو كښې د سپيشلائزډ هيلتھ کئير نړيوال معيار رامخې ته كولو سره وئيلي دي دا روغتون به د آزاد کشمير او ګلګت بلتستان پشمول د څلورو واړو صوبو رنځورانو لپاره د نړيوال معيار روغتون وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د جناح ميډيکل کمپليکس د جوړولو د پېشرفت جاج اخستو لپاره د شورو په ورځ غونده شوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم امر وكړو چې د جناح ميډيکل کمپليکس بېلا بېل بلاكس دې صوبو ته منسوب كړے شي٬ د جناح ميډيکل کمپليکس جوړول، د عملې په بهرتۍ كښې دې سپېځلتيا او مېرټ ته پام وكړے شي، د تعمير کار معيار دې ښه او سپېځلي كولو لپاره د تھرډ پارټي ويليډيشن باوري كړے شي۔ وزيراعظم اړوندو ته امر وكړو په لويو روغتونونو د رنځورانو ګڼه كمولو لپاره په اسلام آباد كښې د پرائمري او سيکنډري هېلتھ کيئر نظام بهترۍ له منصوبه وړاندې كړئ۔ ده ووئيل د لوي څښتن په فضل او كرم پي كے اېل آئي په ښه ډول د رنځورانو خدمت كوي٬ جناح ميډيکل کمپليکس به د پاکستان کډني اينډ ليور انسټي ټيوټ اينډ ريسرچ سينټر (پي کے اېل آئي) څخه هم ښه او د نړيوال معيار سهولتونه لرونكې روغتون وي ۔ ده په روغتون كښې د جينټوريل پشمول په ټولو اړوندو خدمات كښې د مېرټ تر مخه د آٶټ سورس هم امر وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم د روغتون کنسپټ ډيزائين، د زمكې لپاره د بورډ تشکيل او روغتون سره د متصل مجوزه كمرشل سنېټر په اړه د پېشرفت نه خبر كړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول کنسپټ ډيزائن، د زمكې منتقلي او د بورډ تعيناتۍ په حتمي پړاٶ كښې دي،د جوړښت ښه معيار باوري كولو لپاره جيو ټېك سټډي او روغتون نه د اسلام آباد او خوا اوشا وګړو لپاره د افاديت په حواله سوشل امپيکټ سټډيز روانه ده۔ په غونډه كښې بېلا بېل اقدامات په ټاكلې موده كښې تر سره كولو او د هدفونو سر كولو هم بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، سيد مصطفي کمال، د وزيراعظم قامي صحت لپاره کوآرډينيټر ډاکټر مختار بھرتھ، د پي ے اېل آئي چيئرمېن پروفېسر ډاکټر سعيد اختر او اړوند چارواكو ګډون وكړو۔








