اسلام آباد۔06 اګست(اے پی پی)په ټول هېواد كښې د آزادۍ ورځ 14 اګست 2025 په قامي جوش او ولوله سره لمانځلو لپاره انتظامات په بشپړه توګه روان دي۔ د "معركه حق" په سر خط دستورو ته د يو داسې رنګ وركولو چمتوالے نيولے كېږي ٬كوم چې نه يوازې د پاكستان نظرياتي بنيادونه رامخې ته كړي بلكې قامي اتحاد٬هم آهنګي او د شموليت حقيقي علامت وګرځي۔د آزادۍ ورځې دستورو په اړه …
“معركه حق”او د آزادۍ ورځې د دستورو انتظامات روان دي ٬د آزادۍ ورځ 2025 پیغام به په ټول قام كښې نوے جوش٬هيله او د قامي عزت احساس بيدار كړي

مزید خبریں
اسلام آباد۔06 اګست(اے پی پی)په ټول هېواد كښې د آزادۍ ورځ 14 اګست 2025 په قامي جوش او ولوله سره لمانځلو لپاره انتظامات په بشپړه توګه روان دي۔ د “معركه حق” په سر خط دستورو ته د يو داسې رنګ وركولو چمتوالے نيولے كېږي ٬كوم چې نه يوازې د پاكستان نظرياتي بنيادونه رامخې ته كړي بلكې قامي اتحاد٬هم آهنګي او د شموليت حقيقي علامت وګرځي۔د آزادۍ ورځې دستورو په اړه د مختلف تجاويز په تفصيل سره جاج واغستلے شو ۔دې دستورو ته د يو داسې رنګ په وركولو زور راوړلے شوے چې د ټولنې ټولې طبقې په خاص توګه زلمے كول٬زده كوونكي٬خواري كښ٬اقليتونه او سپين ګري په دې كښې بشپړه برخه واخلي۔د څلورو واړو صوبو پشمول د ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير نمائندګي او بشپړ شموليت باوري كولو لپاره اقدامات روان دي دغسې چې د آزادۍ ورځې دستورې د پاكستان د وفاق اصل روح له مخې ولمانځلې شي۔دا جشن آزادي زمونږ لپاره نه يوازې يوه قامي ورځ ده نه بلكې د قامي عزم د تجديد موقع هم ده٬سړكونه٬چوكونه٬ودانۍ او سترې لارې به په رڼاګانو ښائسته كولې شي دغسې چې نړۍ اوګوري چې پاكستانے قام اميد٬وحدت او نوې ولولې سره مخ په وړاندې روان دے۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د “معركه حق” په عنوان سره د آزادۍ ورځ 2025 دستورو انتظامات هره ورځ جاج اخلي۔په دې موقع ده هدايت وكړو چې د آزادۍ ورځ دې په بشپړه توګه د قامي جوش او جذبې٬اتحاد٬يو والي او د اميد پیغام سره ولمانځلې شي۔ده ووئيل د آزادۍ ورځ نه يوازې يو جشن نه بلكې د قامي عزم د تجديد او قربانو ته د پيرزوئنو وړاندې كولو ورځ ده۔مونږ به دا موقع يو داسې دستورو د لارې يادګاري جوړه كړو چې نوې كول به د پاكستان نظرياتي اساس او پرمختګ سفر څخه خبر كړو۔پروفيسر احسن اقبال ټولو ادارو ته هدايت وكړو چې په ټول هېواد كښې په خاص توګه د څلورو واړو صوبو٬ د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير نمائندګي دې باوري كړی شي۔








