اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په كرك كښې د اېف سي اهلكارو په ګاډي د فتنة الهندوستان ترهګرو بريد غندلو سره د شهادت درناوې ترلاسه كوؤنكو درې اهلكارو او ډرائيور ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې محسن نقوي ووئيل لانس نائیک محمود شاہ، سپاهی شاهد، سپاهی رؤف …
د وفاقي وزير محسن نقوي په كرك كښې د ايف سي اهلكارو په ګاډي د ترھګر بريد غندنه٬ د شهيد اهلكارو كورنيو سره غمرازي

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په كرك كښې د اېف سي اهلكارو په ګاډي د فتنة الهندوستان ترهګرو بريد غندلو سره د شهادت درناوې ترلاسه كوؤنكو درې اهلكارو او ډرائيور ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې محسن نقوي ووئيل لانس نائیک محمود شاہ، سپاهی شاهد، سپاهی رؤف او ډرائيور شاه پور د شهادت مرتبه ترلاسه كړې۔ ده ووئيل د شهيدانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كوو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د شهيد شوو اهلكارو سترې قربانۍ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ عزم لا مضبوطوي۔ محسن نقوي ووئيل د شهيدانو د غمجنيو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك يوو او دوئي سره ولاړ يوو۔








