اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د نړيوال تجارت، لاجسټکس او د صنعتي پرمختګ ځانګړې ادارې اے ډي پورټس ګروپ (ADX:ADPORTS) د پاكستان په پلازمينه اسلام آباد كښې په رسمي توګه خپل وړومبے نمائنده دفتر جوړ كړو٬ دا اقدام د ګروپ د نړيوال سفر د پراختيا مهم سنګ ميل او په سوئيلي او مېنځنۍ آسياء كښې تجارت او لاجسټکس ته ودې وركولو لپاره د اوږد مهاله تړون علامت دے٬ …
اے ډي پورټس ګروپ پاکستان كښې خپل ستراتېژك شتوالي ته پراختيا وركولو سره په اسلام آباد كښې دفتر جوړ كړو۔ د نائب وزيراعظم اسحاق ډار پشمول د وفاقي وزيرانو په د پرانستې غونډه كښې ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د نړيوال تجارت، لاجسټکس او د صنعتي پرمختګ ځانګړې ادارې اے ډي پورټس ګروپ (ADX:ADPORTS) د پاكستان په پلازمينه اسلام آباد كښې په رسمي توګه خپل وړومبے نمائنده دفتر جوړ كړو٬ دا اقدام د ګروپ د نړيوال سفر د پراختيا مهم سنګ ميل او په سوئيلي او مېنځنۍ آسياء كښې تجارت او لاجسټکس ته ودې وركولو لپاره د اوږد مهاله تړون علامت دے٬ د ګروپ په ګرده نړۍ كښې موجود د 140 نه زياتې دفترې د نړيوال نېټ ورك مستحكم كولو او د پاكستان مهمو وفاقي وزارتونو، ريګوليټري ادارو او سرکاري ادارو له په نزدې ستراتېژك مقام اسلام آباد كښې جوړ كړے دفتر به د حكومت شراكتدارو سره روابط لا قوي كولو او ترجيحي بنيادي ډھانچه او تجارتي اقدامات ته ودې وركولو كښې د كليدي پلېټ فارم په توګه كار وكړي٬ دا دفتر كوم چې به کلائنټس سره نېغ په نېغه رابطې او د انتظامي هلو ځلو مركز هم وي٬ په جاري آپريشنز كښې به سهولت وركوي او بندر ځايونو، سمندري چارو ، لاجسټسکس او د صنعتي پرمختګ په څانګو كښې ستراتېژك شراكتدارۍ هم ممكن كوي۔ د دفتر په پرانستې دستوره كښې چې كومو شخصياتو ګډون وكړو په ھغوي كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټراسحاق ډار، وفاقي وزيرانو جنېد انور چوهدري، وزير حنيف عباسي، جام کمال، عطاء تارړ، خالد حسېن مګسي، په پاكستان كښې د يو اے اي سفير حماد عبيد الزعابي، اے ډي پورټس ګروپ ريجنل سي اي او عبدالعزيز زيد الشميسي، د اے ډي پورټس ګروپ ريجنل سي اي او عبدالعزي البلوشي او نورو لوړ پوري شامل وو ۔ په دستوره كښې د دې شخصياتو ګدون د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو ژورتيا او د اوږد مهالې اقتصادي مرستې د مشتركه وژن عكاسي كوي٬ د اسلام آباد آفس پرانسته د اے ډي پورټس ګروپ لخوا پاکستان كښې د شوې اعليٰ سرمايه کارۍ د سلسلې يوه كړۍ ده چې پكښې د 295 ملين امريکائي ډالرو سرمايه کاري شامله ده كومه چې د کراچي پورټ په ايسټ وهارف کنټينر، د بلك او جنرل کارګو ټرمينلز پرمختګ او بهترۍ لپاره مختص كړې شوې ده ٬ دا سرمايه كاره ګروپ د ھغه ستراتېژك حکمت عملي مهمه برخه دے چې مقصد ئې پاکستان په يو سيمه ايز تجارتي او لاجسټکس مرکز بدلول وي۔ په دې موقع اے ډي پورټس ګروپ کيپټن منيجنګ ډائريکټر او سي اي او محمد جمعه الشميسي او نورو هم وېنا وكړه او د خپل ګروپ په خدوحال ئې رڼا واچوله۔








