اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)الېكشن كمېشن قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر پشمول د 9 مئي په پیښو كښې د سزا شوو 9 پارليماني او صوبائي اسمبلۍ غړو د نااهلۍ نوټيفيكېشن جاري كولو سره دغه چوكۍ خالي ګرځولې دي ۔ د نهې په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا جاري نوټيفكيشن له مخې قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب٬سينيټ كښې د مخالفې ډلې مشر سينيټر …
الېكشن كمېشن د 9 مئي پیښو كښې د سزا شوو 9 پارليماني او صوبائي اسمبلۍ غړو د نااهلې نوټيفكيشن جاري كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)الېكشن كمېشن قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر پشمول د 9 مئي په پیښو كښې د سزا شوو 9 پارليماني او صوبائي اسمبلۍ غړو د نااهلۍ نوټيفيكېشن جاري كولو سره دغه چوكۍ خالي ګرځولې دي ۔ د نهې په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا جاري نوټيفكيشن له مخې قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب٬سينيټ كښې د مخالفې ډلې مشر سينيټر شبلي فراز٬قامي اسمبلۍ كښې پارليماني مشره زرتاج ګل٬ د سني اتحاد كونسل مشر صاحبزاده حامد رضا٬د پنجاب اسمبلۍ درې غړي د 9 مئي كسيز كښې په سزا كېدو الېكشن كمېشن نااهله كولو سره دغه چوكۍ خالي ګرځولې دي۔الېكشن كمېشن د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 175 مظفر ګړھ په چوكۍ د ضمني ټاكنو شيډول معطل كړے دے۔كمېشن له مخې د هائي كورټ پريكړې په رڼا كښې په دې حلقه كښې د ضمني ټاكنو جاري شيډول معطل كړے دے۔








