اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د سيانا ګروپ يو ايس اے چيئرمېن محمد اشرف قاضي او د نېشنل سټيل كمپليكس لميټډ چيئرمېن ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان سټيل ملز بحالۍ٬شريكې كاروباري مرستې٬پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په موقعو او د آئرن اوور په برآمدات تفصيلي خبرې وشوې۔هارون اختر په دې خبره زور راوړو چې پاكستان …
د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر سره د سيانا ګروپ چيئرمېن ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د سيانا ګروپ يو ايس اے چيئرمېن محمد اشرف قاضي او د نېشنل سټيل كمپليكس لميټډ چيئرمېن ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان سټيل ملز بحالۍ٬شريكې كاروباري مرستې٬پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په موقعو او د آئرن اوور په برآمدات تفصيلي خبرې وشوې۔هارون اختر په دې خبره زور راوړو چې پاكستان كښې آئرن او سټيل په څانګه كښې بې شمېره موقعې موجود دي او د سټيل انډسټري بحالۍ ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔ده باور وركړو چې حكومت سرمايه كارو ته هر ممكن آسانۍ وركولو لپاره عزم لري او د غېر ملكي او ځايې سرمايه كارو ډاډګيرنې لپاره ټول ضروري اقدامات كوي۔ده ووئيل سټيل سيكټر كښې سرمايه كاري د پاكستان صنعتي پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده او حكومت سرمايه كار دوسته ماجول جوړولو لپاره عملي اقدامات كوي۔








