اسلام آباد/لاهور 05 اګست (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير او د استحکام پاکستان پارټي صدر عبدالعليم خان وئيلي دي کشميريانو ته د بنيادي حقونو وركولو نه غېر په منطقه كښې تل پاتې امن ممكن نه دے ٬ د كشمير استحصال ورځ په موقع ده ووئيل مظلوم کشميريان او فلسطينيان د غم او قربانۍ علامات پاتي شوي څوك چې د ظلم په ضد د استقامت او شجاعت عملي عكسونه …
کشميريانو ته د بنيادي حقونو وركولو نه غېر په منطقه كښې تل پاتې امن ممكن نه دے۔ عبدالعليم خان

مزید خبریں
اسلام آباد/لاهور 05 اګست (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير او د استحکام پاکستان پارټي صدر عبدالعليم خان وئيلي دي کشميريانو ته د بنيادي حقونو وركولو نه غېر په منطقه كښې تل پاتې امن ممكن نه دے ٬ د كشمير استحصال ورځ په موقع ده ووئيل مظلوم کشميريان او فلسطينيان د غم او قربانۍ علامات پاتي شوي څوك چې د ظلم په ضد د استقامت او شجاعت عملي عكسونه دي۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان د كشمير استحصال ورځ د هندي ظلمونو په سبب “بلېك ډے” ګرځولو سره ووئيل استحکام پاکستان پارټي د كشمير آزادۍ په اصولي دريځ غېر متزلزل باور لري ٬ د پارټۍ مركزي مشرانو د دې عزم پخلے كړے چې د كشميريانو حق لپاره به په هره كچه غږ پورته كولې شي او د دوي قربانۍ به كله هم هېرې نه كړې شي










