اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي په ګرد هېواد كښې بے نظير انكم پروګرام ( بي آئي ايس پي )څخه د مستفيد كېدونكو كورنيو شمېره د يو كروړ نه اوړېدلې ده۔ په بي آئي اېس پي هيډ کوارټر كښې ميډيا سره په خبرو كښې چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد ووئيل دا مهال پاكستان كښې دې پروګرام څخه د مستفيد …
ګرد هېواد كښې بي آئي ايس پي څخه د مستفيد كېدونكو كورنيو شمېره د يو كروړ نه زياته شوه ۔ چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي په ګرد هېواد كښې بے نظير انكم پروګرام ( بي آئي ايس پي )څخه د مستفيد كېدونكو كورنيو شمېره د يو كروړ نه اوړېدلې ده۔ په بي آئي اېس پي هيډ کوارټر كښې ميډيا سره په خبرو كښې چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد ووئيل دا مهال پاكستان كښې دې پروګرام څخه د مستفيد كېدونكو شمېره د يو كروړ نه اوړېدلې ده٬ ډيوائس مافيا هر ځاے موجود ده٬ په ګيلو كاروائۍ كېږي٬ بېنظير انکم سپورټ پروګرام څوك د كار نه نه منع كوي٬ خو د دې مقصد لږه مالي مرسته كول او مېرمنې اختيارمنې جوړول دي٬ هر درې كاله وروستو نوې سروے كېږي او نوې كورنۍ شاملېږي، كور په كور سروے ممكن نه ده٬ اوس د ډائنامك سروے د لارې خلق شامل كړے شوي دي٬ د تېر حكومت د نا سمه پاليسو په سبب يو شمېر خلق دې پروګرام نه بهر كړې شوي،د بي آئي اېس پي د لارې زده كړه كوٶنكې يوې انجلۍ كرك بورډ كښې وړومبے پوزيشن ترلاسه كړے دے۔ روبينه خالد ووئيل د وزارت ذمه وارو ترلاسه كولو نه وړاندې دا شمېره 93 لكه وه خو اوس د يو كروړ نه زياته شوې ده ٬ په يو كال كښې اووه لكه كورنۍ په دې پروګرام كښې شاملې كړې شوي او مستحقينو ته هر درې مياشتې پس 13500 روپۍ وظيفه وركولې كېږي۔ دې ووئيل دا مهال په اداره كښې د ملازمانو كمے دے ځكه چې د كال 2012 نه وروستو بهرتۍ نه ده شوې٬ د نيمې نه زيات كسان په ډېپوټېسن دي٬ د پروګرام سياسي كېدو په اړه چيئرپرسن ووئيل د تېر حكومت د ناسمې پروپېګنډې په سبب برتانيه څخه ترلاسه كېدونكې 20 ملين پاٶنډز ايسار كړې شوي كوم چې لويې زيان دے۔ دې ووئيل په دې پروګرام كښې د حكومت سره سره نړيوال بېنك هم مرسته كوي۔ دې ووئيل دې پروګرام سره د كوچنيانو په تعليم لويې اثر پرېوتے دے٬ دا مهال د بي آئي اېس پي د لارې تعليم ترلاسه كونكې يوې انجلۍ كرك بورډ كښې وړومبے پوزيشن ترلاسه كړے دے او د پورټ عباس ماشومانو هم كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ دې ووئيل د صدر آصف علي زرداري په امر مېرمنو ته په عزت سره روپۍ وركولې كېږي ٬ په دې لړ كښې مونږ ډيجيټل واليټ پروګرام كاروٶ چې په سبب به يې دوي خپل اكاٶنټس څخه روپۍ وصولې شي۔ د سرکاري ملازمينو د روپو وصولو په پوښتنه دې ووئيل په دې لړ كښې د تېر حكومت لخوا آډټ پيراز لګولې شوې وو چې په سبب يې د ھغوي وصولي بند وه ٬ خو زياتره سركاري ملازمين داسې دي چې د كلاس فور نه په لاندې درجه كښې وو كوم چې حقدار دي٬ سنېټر روبينه خالد ووئېل د تېر حكومت د غلطو پاليسو په سبب يو شمېر كسان دې پروګرام څخه بهر كړې شوي٬ يو ځل حج كوٶنكې هم دې پروګرام څخه بهر ساتلے شوي دي۔ دې ووئيل كومې كورنۍ چې اهل دي ھغوي دې په بي آئي اېس پي مركزونو خپل رجسترېشن بيا وكړي ٬ دوي ته به بيا مراعات ترلاسه كېدل شروع شي۔










