اسلام آباد 22 جون(اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار وئيلي دي په مشاورت جمهوريت مستحكم كېدې شي٬ د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې چې كومو كومو ادارو مرسته كړې مونږ ئې مننه كوٶ٬ تر آخري وخت په بجټ كښې د بدلون لړۍ روانه وه او په مالياتي بل كښې په آخري پړاٶ كښې هم 4 بدلونونه شوې دي٬ سپيكر چې څنګه په پوهه د ايوان …
په مشاورت جمهوريت مستحكم كېدې شي٬ د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې چې كومو كومو ادارو مرسته كړې مونږ ئې مننه كوٶ۔ اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جون(اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار وئيلي دي په مشاورت جمهوريت مستحكم كېدې شي٬ د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې چې كومو كومو ادارو مرسته كړې مونږ ئې مننه كوٶ٬ تر آخري وخت په بجټ كښې د بدلون لړۍ روانه وه او په مالياتي بل كښې په آخري پړاٶ كښې هم 4 بدلونونه شوې دي٬ سپيكر چې څنګه په پوهه د ايوان كاروائي مخ په وړاندې بوتللې ده مونږ ورته مباركي وركوٶ٬ د سېنېټ او قامي اسمبلۍ په بجټ تجويزونو د ھغوي مننه كوٶ۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې اسحاق ډار ووئيل دا د ھغه معاشي تسلسل نتيجه ده د كوم بنياد چې په كال 2013 كښې په دې ايوان كښې اېښودلې شوې۔ ده ووئيل د وزیراعظم په لارښودنه بجټ تيار كړې شوې٬ د آرټيكل 83 له مخې د كابينې د غونډې مشري ئې د وېډيو د لارې كړې او او بجټ دستاوېز ئې لاسليك كړې۔ ده ووئيل د جي ډي پي ګروته لا زيات كړې شوې۔ده ووئيل د مخالفې ډلې د مشر او د پارلماني غړو او مشرانو په مرسته كولو مننه كوٶ۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د ملازمانو٬ د خاص وظيفې د عملې ٬د پي ټي وي ٬ اے پي پي٬ راډيو پاكستان ٬ سي ډي اے ٬ سپېشل برانچ او د نورو ټولو عملو دلته په چارو ترسره كولو ملازمانو لپاره د درې درې بنيادي تنخاګانو اعلان كوم۔










