سمرقند ۔ 22 جون(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سی او) مشرانو غونډه كښې ګډون له د ازبكستان ښار سمرقند ته رسېدلې دې ۔ خارجه چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار سرتاج عزيز ٬ خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري او نور اعلی چارواكي هم اولس مشر سره ملګري دي۔ اولس مشر سمرقند كښې د ستر محدث حضرت امام بخاري مزار ته هم لاړو۔ د احاديثو …
اولس مشر ممنون حسېن د شنګهائي مرستې تنظيم د مشرانو غونډه كښې ګډون له سمرقند ته ورسېد

مزید خبریں
سمرقند ۔ 22 جون(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سی او) مشرانو غونډه كښې ګډون له د ازبكستان ښار سمرقند ته رسېدلې دې ۔ خارجه چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار سرتاج عزيز ٬ خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري او نور اعلی چارواكي هم اولس مشر سره ملګري دي۔ اولس مشر سمرقند كښې د ستر محدث حضرت امام بخاري مزار ته هم لاړو۔ د احاديثو په راغونډولو او دې ته په كتابي شكل وركولو ئې امام بخاري ته د عقيدت پرزوئنې وړاندې كړې۔ اولس مشر په دې مهال د هېواد سلامتيا ٬ سوكالۍ او پرمختګ له دعا هم وغوښتله۔ اولس مشر به دې دوه ورځنۍ غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي كومه چې (نن) د زيارت ورځې څخه د ازبكستان پلازمينه تاشقند كښې پېل كيږي۔ پاكستان له به په دې مهال د اېس سي او مستقل غړېتوب هم وركولې شي۔










